د رواندا جمهوریت په سویل کې په یوې کلیسا  اسماني  تندر وغورځید.

په رواندا جمهوریت کې په کلیسا اسماني تندر وغورځید

د رواندا جمهوریت په سویل کې په یوې کلیسا  اسماني  تندر وغورځید.

د رواندا جمهوریت په سویل کې په یوې کلیسا  اسماني  تندر وغورځید.

د رواندا  د چارواکیو  په وینا  د هیواد په سویل کې  د ادوینتیست په کلیسا  د اسماني  تندر  د غورځیدو پایله کې  لږ تر لږه  ۱۸ تنه  مړه  او ۱۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د رواندا  جمهوریت چارواکیو ویلي دي چې د ټپیانو نه هم  د ۱۷ تنو روغتیايي حالت  باریکه  دی. پیښه  د یکشنبې په ورځ  په کلیسا کې  د مسیحیانو د عبادت  پر مهال رامنځته شوې ده.

د نوموړي هیواد د چارواکیو په وینا  د تیرې جمعې په ورځ هم  په ورته  پیښه کې یو تن زده کوونکي ژوند د لاسه  ورکړی وو.

د تیرې جمعې په ورځ  د په یوې ۱۸ کسیزې  د زده کوونکو ډلې تر څنګ  تندر غورځیدلی وو چې په پایله کې یو تن ژوند  د لاسه ورکړی وو.

همداشان د تیر کال د اکتوبر په میاشت کې  په ورته پیښه کې  ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.



اړوند خبرونه