د هند د سینما نامتو څیرې ژوند د لاسه ورکړ

د هند  د سینما  مشهورې  څیرې  د قلبې  سکتې له امله  ژوند  د لاسه ورکړ.

د هند د سینما نامتو څیرې  ژوند  د لاسه ورکړ

 

د هند  د سینما  مشهورې  څیرې  د قلبې  سکتې له امله  ژوند  د لاسه ورکړ.

د هندوستان  د سینما  مشهورې  څیرې  سري دیوي په دوبۍ کې  د قلبي‌ سکتې له امله  ژوند  د لاسه ورکړ.

د هندوستان  د خبري  رسنیو  د خبر له مخې  میرمن  سري‌ ديوي د دوستانو د واده په مراسم کې د ګډون  په خاطر  دوبۍ ته تللې  وه  هلته يي  سکته وکړه  او ژوند  يي  د لاسه ورکړ.

ویل کیږي‌ میرمن  سري‌ دیوي‌ د اوږدې  مودې راهیسې  د قلبې  ناروغۍ له امله  رنځیده  چې په ناڅاپي‌ توګه  د قلبې  سکتې  په پایله کې  ژوند  د لاسه ورکړ.

میرمن  سري‌ دیوي‌ د خپل  لورې  او میړه  سره  یو ځای  دوبۍ  ته تللې  وه. 

سري‌ دیوي‌ د هندوستان  مشهوره  ښځینه  هنرمنده  وه  چې  اوس  به يي‌ د مور  په توګه په فلمونو کې  رول  لوبوه.

د سري‌ دیوي  ناڅاپي‌ مرګ  په هندوستان کې د هغه  په میلیونونو تنه  مینه وال  د شوک  سره  مخامخ  کړي‌ دي.

سري‌ دیوي‌ د هندوستان  سربیره په ټوله نړۍ  کې او په ځانګړې  توګه افغانستان کې ډیر زیات مینه وال لري.



اړوند خبرونه