ټوټې ټوټې شوي هويتونه

د نړۍ اوسني سياسي حالت ته كه لږ پام وكړو نو دا به جوته شي چې د لومړۍ نړيوالې جګړې نه لږ وړاندې د نړۍ د سياسي حالت سره ورته دى.  د تېرو پېښو او ناخوالو نه د عبرت د نه اخيستلو په پايله كې تاريخ يو ځل بيا تكراريږي.

ټوټې ټوټې شوي هويتونه

د تركيې نړيوال ليدلورى – ۶

د ټوټې ټوټې شوو هويتونو نړۍ پر كوم لور روانه ده؟

د نړۍ اوسني سياسي حالت ته كه لږ پام وكړو نو دا به جوته شي چې د لومړۍ نړيوالې جګړې نه لږ وړاندې د نړۍ د سياسي حالت سره ورته دى.  د تېرو پېښو او ناخوالو نه د عبرت د نه اخيستلو په پايله كې تاريخ يو ځل بيا تكراريږي.

پوره سل كاله وړاندې هم په نړۍ كې د بېلابېلو هويتونو ترمېنځ د كشمكش او تاوتريخوالي په پايله كې لومړۍ نړيواله جګړه رامنځته شوه.  د نړۍ  د امپراتوريو پر وړاندې د كوچينو، غير تاريخي او بې ريښې هويتونو مبارزه په هر ګوډ كې روانه وه. په ځانګړي توګه په اروپا كې د عثماني امپراتوري، انګليسي امپراتوري او اتريش – هنګري امپراتوري د همدې كشمكش په پايله كې په ګونډو شوې.

د موضوع په اړه د ييلدرم بايزيد د پوهنتون د سياسي علومو د پوهنځي د ريس پروفيسور دوكتور قدرت بلبل څرګندونو ته ستاسې پام را اړوو.

هغې بلا او ناخوالې چې د فرانسې د انقلاب په پايله كې د سياسي نشنليزم په بڼه څرګنده او ټوله نړۍ يې تر خپل كنترول لاندې راوړله، اوس يې هم په خپل ټول زور سره اوسني تمدن ته لوى خطر رامنځته كړى دى. دې ناروغۍ ټوله نړۍ په خپلو زهرو ككړه كړې ده. سره له دې چې د لومړنۍ نړيوالې جګړې تر ټولو مهم لامل همدا نشنليزم و خو ددې جګړې پر مهال د قربانيو سره سره اوس هم نړۍ د نشنليزم له بلا په امان كې نه ده. په شلمه پېړۍ كې په اروپا كې د بالكان سيمه، ختيځه اروپا، منځنى ختيځ او يو زيات شمېر نورې سيمې تجزيه شوې چې اوس وار د اسپانيا دى.

يواځې سيمې نه تجزيه كيږي بلكې پدې سيمو كې  كوچنيو هويتونو رابرسېره كېدل ددې سبب كيږي چې نړۍ يو ځل بيا د نړيوالې جګړې په دام كې ونښلي.

په نړۍ كې د امپراتورۍ  دورې د پاى ته رسېدلو سره سره اوس هم د نشنليزم پر اساس د رامنځته شوو دولتونو په چوكاټ كې خلك آرامه نه دي. پدې ټوټې ټوټې نړۍ كې كوچني هېوادونه اوس هم د نړۍ د امپرياليستو ځواكونو د مداخلې د مخنيوي زوړتيا نه لري.

اوس پوښتنه دلته ده د كوچنيو هويتونو پر اساس ټوټې ټوټې شوې نړۍ پر كوم لور روانه ده؟ توكمي او مذهبي تجزيه به څه وخت پاى ته ورسيږي؟

په حقيقت كې دې ته ورته حالت د منځنيو پېړيو په اروپا كې هم پېښ شوى وو. په اروپا كې د فيوډالي نظام پر مهال د كرنيزې ځمكې خاوندو فيوډالانو د سيمې هغه وګړي چې ځمكه يې نه درلودله، په خپل پټي كې غلامان كړي وو.  دې كوچنيو فيوډالانو هم په سيمه كې د خپلو نورو رقيبانو د لاسوهنې له امله آرام نه درلود.

مثلاً د عثماني امپراتورۍ تر تاسيس وړاندې د اناتوليا په سيمه كې هم كوچنيو فيوډالي نظامونو فعاليت درلود چې د دوى آزادي هم محدوده وه.

د دولتونو او هويتونو ټوټې ټوټې كېدل د بشريت لپاره د اقتصادي، سياسي، روغتيايي، سياحتي او ورځني سياست په ډګر كې د ناخوالو د رامنځته كولو پرته بله څه ګټه لري؟  هغه لوى او سراسري هويتونه چې بشريت پرې راټول شوى دى او د ټولنيز ژوند زمينه يې ورته برابره كړې ده د ټوټې ټوټې كېدلو د خطر سره مخامخ دي. دا حالت د يو زيات شمېر سوسيولوژيكي، رواني، ټولنيزو او اساسي ستونزو او ناخوالو د رامنځته كولو خطر لري. دولتونه د هغو كوچينو ډلو ټپلو پر وړاندې چې په سيمه ايز سطحه فعاليت كوي او د دولت شتوالي او د خلكو ثبات ته خطر رامنځته كوي، په اسانۍ سره نشي له منځته وړلى. د همدې امله كوچني او بې ريښې هويتونه ددې سبب كيږي چې انسانانو د كوچنيو ګروپونو نه جوړې ټولنې رامنځته شي او هره ټوله د خپلو ځانګړو ارزښتونو په چوكاټ كې د بلې ټولنې ارزښتونه رد كړي. دا كوچني ګروپونه د هېواد او خلكو د ثبات او رفاه په ډګر كې تر ټولو خطرناكې ډلې دي.

آيا دا  زموږ په سيمه او ټوله نړۍ كې روانې ناخوالې كافي نه دي چې ددې كوچني هويتونو پر مټ نوې ناخوالې رامنځته شي. دا مظلومه جغرافيه چې د توكم او مذهب پر اساس نوره هم ټوټې ټوټې كيږي او په كوچنيو ډلو ويشل كيږي نوره څومره وزوريږي؟ د نړيوالو بدنيته ځواكونو ( تفرقه واچوه، حكومت وكړه.) سياست به تر كومه زموږ د غاړې غور وي؟  يواځې توكمي او مذهبي توكمپالنه د بشريت په هېڅ ډول معنوي او د مسلمانانو د اسلامي ارزښتونو په چوكاټ كې ځاى نه لري.

ددې ناخوالو د مخنيوي په موخه بايد د نامتو تركي شاعر نجيب فاضل د وينا مطابق خلكو ته بايد خبردارى وركړو. خلكو ته ووايو چې بشريت نور د ټوټې ټوټې كېدلو پر ځاى پيوستون او ګډ دريځ ته اړتيا لري. بشريت داسې دريځ ته اړتيا لري چې له مخې يې ټول ولسونه د مشتركو ارزښتونو پر شاوخوا راټول شي. نور ټوټې ټوټې كېدلو ته اړتيا نه لرو. ددې پرځاى پيوستون، نېك نيت او شراكت ته اړتيا لرو. د بشري او اسلامي اخلاقو پر بنا سولې، حضور او ثبات ته اړتيا لرو. همدې موخو ته د رسېدلو لپاره بايد سياسي دريځونه غوره كړو. خوا دا سياستونه به څرنګه پلي كوو؟

په اصل كې ددې پوښتنې ځواب شته دى خو په عملي ډګر كې يې پلي كول سخت كار دى. دا سياست بايد د صبر او اصرار پر مټ عملي شي. په لومړي سر كې بايد ټول هېوادونه د بېلابېلو مذهبي، توكمي او ديني ګروپونو منسوبينو پر وړاندې د صبر او زغم نه كار واخلي او داسې سياسي لار غوره كړي چې هغوى هم په خپله غېږه كې ونيول شي. پدې لار كې د نورو نيوكو ته غوږ ونه نيسي او خپل سياست ته دوام وركړي. په دويم ګام كې بايد د بشري حقونو او د اساسي فردي حقونو موضوعات بايد د نورو هېوادونو لخوا د بهرني سياست د يوې وسيلې په توګه ونه كارول شي. نړيوال زبرځواكونه تل د كوچنيو ګروپونو په كارولو سره په آسانۍ سره هېوادونو ته زيان رسوي.  اړوند هېوادونه بايد متوجه وي چې د نړيوال زبرځواكونه دوى ته په كمين كې دي او ددې له هرې خاليګاه ناوړه ګټه پورته كوي.  د همدې امله بايد د بشري حقونو د پلي كولو په ډګر كې د هر ډول اشتباه ډډه وكړي.

پوهېږم! ځينې كسان كيداى شي ووايي چې نننۍ نړۍ د ګټو پر اساس بهرنى سياست غوره كوي او د جهاني ارزښتونو شتوالي ته اهميت نه وركوي. هغه كسان چې داسې فكر كوي په اصل كې د نړيوالو امپرياليستو ځواكونو د ګټو په چوكاټ كې اقدام كوي.  كه څه هم نړۍ پر شخصي او هېوادنيو ګټو ولاړه ده خو آيا موږ بايد د بشريت د نېكبختۍ لپاره غږ پورته نكړو؟ انسانان بايد د مشتركو ارزښتونو تعقيب ته را ونه بولو؟ دا بايد هېره نشي چې په هر هېواد كې هغه انسانان چې د ټولې نړۍ حضور او ثبات ته لومړيتوب وركوي لږ نه دي. او په اوږدمهالې موده كې تل نېك انسانان بريالي وي.

د موضوع په اړه مو د ييلدرم بايزيد د پوهنتون د سياسي علومو د پوهنځي د ريس پروفيسور دوكتور قدرت بلبل څرګندونې ولوستلې.



اړوند خبرونه