د نړۍ یو فیصده بډایه برخه د نړۍوالې سرمایې ۸۲ سلنه په لاس کې لري

د نړۍ تر ټولو  بډایه  یو سلنه برخه  د نړۍوالې سرمایې  ۸۲ سلنه  په اختیار کې لري.

893852
د نړۍ یو فیصده  بډایه برخه د نړۍوالې سرمایې ۸۲ سلنه په لاس کې لري

د نړۍ تر ټولو  بډایه  یو سلنه برخه  د نړۍوالې سرمایې  ۸۲ سلنه  په اختیار کې لري.

دا خبره  د انګلستان مرستندویه د اکسفام  سازمان کړې ده. یاد شوي سازمان  په نړۍ کې د عوایدو  بې عدالتۍ ته په اشارې سره ویلي دي چې د نړۍ ۸۲ سلنه سرمایه یواځې  د  یو سلنه  بډایه  برخې  په لاس کې ده. د همدې امله  په ۲۰۱۷ کال کې  تر ټولو  زیات عواید  د همدې برخې  جیبونو ته  غورځیدلي دي.

د اکسفام  مرستندویه  سازمان  پدې اړه په خپور کړي راپور کې ویلي دي چې د نړۍ  پنځوس سلنه  برخه  فقیر او بې وزله انسانان  تشکیلوي. په ۲۰۱۷ کال کې ددوې په وضعیت کې هیڅډول کوم بدلون ندی راغلی.

اکسفام ویلي دي چې  موجوده  تابلو په اصل کې  د نړۍوال اقتصادي سیستم  د ناکامۍ  ښکارندويي کوي.

د یاد شوي سازمان لخوا په خپور شوي راپور کې  ددې بې عدالتیو ځینو لاملونه هم  په ګوته شوي دي. د بیلګې په توګه  د مالیې نه تیښته، په سیاست باندې د شرکتونو اغیزې، د کارګرانو د پوره حقونو نه ورکول او تصرف د سیاستونو غوره کول. دا هغه مهم  لاملونه دي چې  په نړۍ کې  یواځې یو سلنه بډایه برخه لاپسې بډایه  کوي او په عوایدو کې د بې عدالتیو لامل ګرځي.

د یادولو وړ ده چې د اکسفام  سازمان د ۲۰۱۷ کال کې په پيل کې د یو راپور په خپرولو سره ویلي وو چې د ټولې نړۍ  نیمايي  سرمایه  یواځې  د ۸ تنو په لاس کې ده. یاد شوي سازمان  سږ کال بیا  دا شمیره  ۴۲ تنه ښودلې ده .

همداشان  اکسفام ویلي دي چې  تیر کال  شمیره  ۶۱ تنو ته لوړه شوې وه  .

د اکسفام  مشر  مارک ګولډرینګ  ویلي دي «  دې تابلو ته که د هر پلوه وګورو د منلو وړ نده »

یاد شوي سازمان ویلي دي چې په نړۍ کې  یواځې د ډالرو د میلیاردرانو شمیره  ۲۰۴۳ تنه ده. د هرو لسو میلیاردرو نه  ۹ تنه يي  نارینه دي.

یاد شوي سازمان ویلي دي چې  په عوایدو کې د عدالت  په خاطر  باید  په نړۍ کې  تر ټولو  د بډایه  لس سلنې برخې سرمایه  د فقیرو  او بې وزله  ۴۰ سلنې برخې د سرمایې نه  ډیره نوي. حکومتونه باید دې مسلې ته  ډیره زیاته پاملرنه وکړي.

د بله پلوه  د انګلستان د اقتصادي اړیکو انیستیتیوت  د اکسفام  په راپور سخته نیوکه کړې او ویلي دي چې یاد شوی  سازمان  پر ځای ددې چې  د فقیرو او بې وزلو ستونزې ته  حل لاره ولټوي  د بډایه  کسانو  سرمایې شمیري. د انګلستان د اقتصادي اړیکو انیستیتیوت  په نړۍ کې یو ځل بیا د ازاد بازار د اقتصاد نه دفاع کړې ده .

یاد شوي انیستیتیوت  مشر  مارک لیدل ود  ویلي دي چې  د سرمایه دارې برخې  د لا لوړو  مالیو لګول  او یا د هغوې د سرمایې  ویشل  فقیرې برخې ته  کومه ګټه نه رسوي. نوموړي ویلي دي چې  نن ورځ  سرمایه داره برخه تر ټولو  ډیره مالیه ورکوي. ددوې د عوایدو راټیټول  چاته کومه ګټه  نه رسوي پرته د زیانه.  



اړوند خبرونه