د شمالي کوریا  ولسمشر کیم جونګ اون  یو ځل بیا  امریکا او نړۍ ته میدان وډبو.

شمالي کوریا مشر : غواړم هیواد د نړۍ تر ټولو په قوي اټومي طاقت بدل کړم

د شمالي کوریا  ولسمشر کیم جونګ اون  یو ځل بیا  امریکا او نړۍ ته میدان وډبو.

د شمالي کوریا  ولسمشر کیم جونګ اون  یو ځل بیا  امریکا او نړۍ ته میدان وډبو.

د شمالي کوریا ولسمشر وویل چې هیواد يي  هواسونګ ۱۵ توغندي سره  د امریکا هره نقطه چې وغواړي  ویشتلی شي. هغه ویلي دي چې هیواد به د اټومي طاقت په برخه کې د نړۍ  تر ټولو په قوي  هیواد بدل کړي.

نوموړي دا څرګندونې  تیره ورځ  د عسکري تجهیزاتو په کنفرانس کې وکړې. هغه  په ګډون کوونکو  د هیواد د اټومي طاقت  د لا قوي کولو غږ وکړ.

نوموړي  پداسې حال کې دا څرګندونې وکړې چې  د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر  د شمالي کوریا سره  پرته د قید او شرطه مذاکراتو ته تیاري وښوده.

د امریکا  د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې  شمالي کوریا  هر کله وغواړي دوې ورسره  مذاکراتو ته تیار دي.

د شمالي کوریا ولسمشر بیا ویلي دي چې د هیواد اټومي قوت به لا پسې  قوي کړي  او د ۲۱مې پیړۍ  تر ټولو  مدرن  دفاعي سیستم  به  جوړ کړي.

هغه وویل چې هیواد يي  په بریالیتوب سره  د ازمایلي وروستي توغندي سره  که وغواړي د امریکا  هر ګوټ ویشتلی شي.



اړوند خبرونه