په لسګونو زرو تنو د امریکا او اسراییلو پر خلاف لاریون وکړ

د ټرمپ لخوا بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه د په رسمیت پیژندو پریکړې د نړۍ سخت غبرګونونه پارولي دي

په لسګونو زرو تنو د امریکا او اسراییلو پر خلاف لاریون وکړ

د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر دونالد ټرمپ  لخوا  بیت المقدس  د اسراییلو د پلازمینې په توګه د په رسمیت پیژندو نه وروسته  په ترکیه کې په لسګونو زرو تنو د ټرمپ  ددې پریکړې پر خلاف  لاریون وکړ.

همداشان  د ټرمپ  د پریکړې د اعلانولو نه وروسته  په فلسطین کې  په لویدیځه تراړه او غزه کې هم  په لسګونو تنه  زره  لارو او کوڅو ته  راووتل  او د امریکا او اسراییلو پر خلاف يي  مظاهره وکړه.

مظاهره کوونکو  د امریکا او اسراییلو بیرغونه وسوځول.

د بله پلوه  د فلسطین د ملي او اسلامي ځواکونو  ادارې  د خبرپاڼې په خپرولو سره  د اشغال لاندې په لویدیځه تراړه کې  د اعتصاب د پیلولو نه خبر ورکړ. همداشان  په خبرپاڼه کې  ویل شوي دي  چې  د اسراییلو او امریکا پر خلاف  مظاهرو ته به دوام  ورکړي.

په لسګونو زرو تنو  مظاهره کوونکو په یو غږ  بیت المقدس  د فلسطین پلازمینه ده شعارونه ورکول.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ټرمپ  تیر ماښام  د ټولې نړۍ د سترګو پر وړانډې  بیت المقدس  د اسراییلو د پلازمینې په توګه د په رسمیت پیژندو سره د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا  ۴۷۸ شمیره  پریکړه  د خپو لاندې کړه.

ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا  په ۱۹۸۰ کال کې  د اسراییلو لخوا ختیځ بیت المقدس  د الحاق  پریکړه  رد کړه  .

ټرمپ  بیا  د امنیت د شورا  دا پریکړه رد کړه او وویل چې  ددې وخت رارسیدلی دی چې بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه وپیژنو.

همداشان  ټرمپ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته  په اسراییلو کې د امریکا  سفارت د تل ابیب نه  بیت المقدس ته د انتقالولو  په اړه هدایت ورکړ.

اسراییلو د ۱۹۶۷ کال د جون په ۵ مه نيټه  بیت المقدس  اشغال کړ  او په ۱۹۸۰ کال کې  یاد شوی ښار د پلازمینې په توګه اعلان کړ. د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا بیا  د اسراییلو د یو پلوې پریکړه  رد  او وویل چې دا پریکړه  مشروعیت نلري. د امنیت شورا د همدې پریکړې  په اساس  ټولې نړۍ  بیت المقدس  د اشغال لاندې د سیمې په توګه په رسمیت  پیژنده.

د امریکا په ګډون  ټولو هیوادونو ته  دا مني  چې  بیت المقدس  تر اشغال لاندی دی.

د همدې امله  د نړۍ ټول هغه هیوادونه چې  اسراییلو دولت په رسمیت پيژني  خپل سفارت يي  په تل ابیب کې  جوړ کړي دي.

خو  ټرمپ  په نړۍ او امریکا کې لومړنی  ولسمشر  دی  چې د نړۍوالو حقوقو، ملګروملتونو سازمان  د امینت شورا پریکړې  او تړونونه د خپو لاندې کړل  او  بیت المقدس يي د اسراییلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپیژنده.



اړوند خبرونه