جرمني : د بیت المقدس په اړه د ترمپ د پریکړې نه ملاتړ نه کوو

د جرمني  لومړۍ وزیرې  انګیلا مرکل  وویل چې  د بیت المقدس په اړه د ټرمپ  پریکړه  په رسمیت  نه پیژنو.

جرمني : د بیت المقدس په اړه د ترمپ د پریکړې نه ملاتړ نه کوو

د جرمني  لومړۍ وزیرې  انګیلا مرکل  وویل چې  د بیت المقدس په اړه د ټرمپ  پریکړه  په رسمیت  نه پیژنو.

د جرمني لومړۍ وزیرې  انګیلا مرکل وویل چې  د امریکا د ولسمشر ټرمپ  لخوا بیت المقدس  د اسراییلو د پلازمینې په توګه  د په رسمیت پیژندو  د پریکړې نه ملاتړ نه کوو.

د جرمني  د حکومت  ویاند ستیفن سایبرت  د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې  « د جرمني حکومت د بیت المقدس په اړه  د ټرمپ  د پریکړې نه ملاتړ نه کوي. د بیت المقدس  برخلیک  باید  د دوو دولتونو حل لارې  په چوکاټ کې  معلوم  شي. »

د بله پلوه  د جرمني  د بهرنیو چارو وزیر  سیمګار ګابریال  تیره ورځ  په بروکسل کې  خبريالانو ته وویل چې د امریکا لخوا  بیت المقدس  د اسراییلو د پلازمینې په توګه د په رسمیت پیژندو  احتمال  د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر  جرمني هم  اندیښمنه کړې ده .

د اروپايي ټولنې  د یو زیات شمیر غړیو هیوادونو په څیر   جرمني هم  پدې باور  دی  چې  د ټرمپ  دا پریکړه به  د اسراییلو او فلسطین ترمنځه روان بحران  نرم  نه  بلکې  لا پسې  ژور  کړي.



اړوند خبرونه