د ټرمپ تاريخي خطا

ترمپ يو ځل بيا منځنى ختيځ د اور لمبو ته وغورځولو!

د ټرمپ تاريخي خطا

 

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ څرګنده كړه چې نن د يوې پرېكړې له مخې د بيت المقدس ښار د اسراييلو د رسمي پلازمېنې په توګه پېژنو.

ټرمپ چې په سپينه ماڼۍ كې خبرې كولې وويل چې نور ددې وخت راغلى دى چې بيت المقدس د اسراييلو د پلازمېنې په توګه په رسميت وپېژندل شي.

ترمپ زياته كړه چې نننۍ څرګندونې يې د اسراييلو او فلسطين ترمېنځ نښتو ته د دده د نوي نظر ښكارندويې دي. نوموړي وويل چې دا ګام د اسراييلو او فلسطين ترمېنځ د سولې په راوستلو كې تر ټولو مناسب ګام دى. د اوږدمهالې او دوامدارې سولې لپاره دا ګام اړين وو. اسراييل د ټولو حاكمو هېوادونو په په څېر دا حق لري چې خپله پلازمېنه پخپله وټاكي.



اړوند خبرونه