په شمالي کوریا کې په شرابو او فیستیوالونو بندیز ولګول شو

د شمالي کوریا  ولسمشر کیم جونګ اون په هیواد کې  په شرابو  او موسیقۍ  په فیستیوالونو او جشنونو  بندیز ولګول.

851782
په شمالي کوریا کې په شرابو او فیستیوالونو بندیز ولګول شو

د شمالي کوریا  ولسمشر کیم جونګ اون په هیواد کې  په شرابو  او موسیقۍ  په فیستیوالونو او جشنونو  بندیز ولګول.

شمالي کوریا غواړي چې ددې بندیزونو سره  د امریکا لخوا پدې هیواد د لګیدولو نوو بندیزونو اغیزې کمې کړي.

شمالي کوریا  د ټولې نړۍ  د اعتراضونو او نیوکو سره سره  د اټومي پروګرام  او بالستیک توغندیو د جوړولو نه د لاس د نه اخیستو له امله  د سختو اقتصادي او سیاسي بندیزونو سره مخامخ  دی.

امریکا متحده ایالتونو  شمالي کوریا د ترهګرو نه د ملاتړ کوونکو هیوادونو په لست کې شامل کړ او پدې هیواد يي د لاس سختو بندیزونو پریکړه وکړه.

د سویلي کوریا ملي استخباراتو ویلي دي چې  شمالي کوریا  حکومت په هیواد کې په شرابو ، د موسیقۍ  په فیستیوالونو او جشنونو  بندیز لګولی دی. حکومت په هیواد کې په هر شي  کنټرول  کچه لوړه کړې ده .

د شمالي کوریا  خلک  د نړۍ د سختو بندیزونو  او فشارونو لاندې ژوند کولو ته دوام ورکوي.

پدې هیواد کې د خلکو ټیلیفوني خبرې اوریدل کیږي  او د دولت د معلوماتو نه پرته  هیڅډول  د ټولنیزې مډیا  یا بل کوم شي  د کارکولو اجازه نه لري.

سرغړونکو ته  ډیره سخته جزا ورکول کیږي.

شمالي کوریا  پنځه میاشتې مخکې د بیر فیستیوال هم  لغوه کړې وو.

سویلي کوریا  ویلي دي چې  شمالي کوریا  د فضايي پروګرام تر نامه  لاندې  د نوي بالستیک توغندي  په جوړولو پيل کړی دی.



اړوند خبرونه