اسراییلو  سعودي عربستان ته همکارۍ وړاندیز وکړ.

اسراییلو  سعودي عربستان ته د ایران پر خلاف په ګډه د ګام پورته کولو په خاطر د همکارۍ وړاندیز وکړ.

اسراییلو  سعودي عربستان ته  همکارۍ وړاندیز وکړ.

اسراییلو  سعودي عربستان ته د ایران پر خلاف په ګډه د ګام پورته کولو په خاطر د همکارۍ وړاندیز وکړ.

د اسراییلو لوی درستیز ګاډي ایسنکوټ  سعودي عربستان ته د ایران په مقابل کې د همکارۍ وړاندیز وکړ.

د اسراییلو لوی  درستیز  د سعودي عربستان  د ایلاف  ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل « د ایران په مقابل کې  د سعودي عربستان  او نورو معتدله  عربي هیوادونو سره  د تجاربو  او استخباراتو تبادلې ته  حاضر یو. »

هغه  ددې خبرې په ټینګار وویل چې سعودي عربستان او اسراییل په یو زیات شمیر مسلو کې ګډې ګټې لري. همداشان  ددې همکارۍ سره به  د امریکا د ولسمشر ټرامپ په مشرۍ به په سیمه کې یو بل  نړۍوال اتفاق  جوړ شي. د ایران د تهدیدونو د لمنځه وړو په خاطر  یوې ډلې قوي  او هر اړخیزې ستراتیژۍ ته  اړتیا لرو.

د ویلو ده چې د اسراییلو لوی درستیز ګاډي  د لومړنی  جګپوړی اسراییلي عسکري چارواکی  دی  چې د سعودي عربستان د یوې ورځپاڼې سره مرکه کوي. هغه ویلي دي چې په منځني ختیځ کې د ایران نفوذ  هم  سعودي عربستان او هم  اسراییلو دولت ته ستر ګواښ جوړ کړی دی.

هغه وویل چې ایران غواړي  د مذهب نه په استفادې سره  منځنی ختیځ تر خپل کنټرول لاندې راولی. ایران لومړی په عراق، وروسته په سوریې او وروسته يي لاس  لبنان ته  غځیدلی دی.

همداشان  په بحرالاحمر سیمه  غواړي چې بحرین او یمن  د خپل کنټرول لانډې راولي.

هغه وویل  په کومه اندازه  چې  سعودي عربستان  د ایران  ددې سیاستونو او ګواښونو نه  ځان په خطر کې احساسوي  په همدې شان  د اسراییلو حکومت هم ورته خطرات احساسوي.



اړوند خبرونه