د روهينګيا مسلمانانې د جنسي زورونې په لومو كې!

د ملګرو ملتونو د سازمان د يو رپوټ له مخې د روهينګيا د مسلمانانو پر وړاندې د روان ظلم په ترڅ كې پر مسلمانو ښځو باندې جنسي تېرى هم شوى دى.

د روهينګيا مسلمانانې د جنسي زورونې په لومو كې!

 

 

د نښتو په سيمو كې د جنسي زورونې د ځانګړې ادارې استازې پاميلا پاتېن څرګنده كړه چې د روهينګيايي ښځو باندې د ميانمار د سرتېرو لخوا ډله ايز جنسى تېرى شوى دى. د نوموړې په وينا د جنسي تېري څنګ مسلمانې ښځې د جنسي پلوه زورول كيږي.

پاتېن د يوې خبري غونډې په ترڅ كې وويل چې دا ښځې د ميانمار د اوردو لخوا په كمپونو كې ساتل شوي دي چې د ۴۵ ورځو په اوږدو كې پرې جنسي تېرى شوى دى. د نوموړې په وينا په سيمه كې د بنګله دېش د مقاماتو سره كار كوي تر څو ددې ښځو غږ د نړيوالې ټولنې تر غوږونو پورې ورسوي. `` بايد ووايم چې دا ښځې يواځې نه دي. او د بنګله دېش حكومت هم بايد پوه شي چې د مرستو د رسولو په برخه كې يواځې نه دي.``



اړوند خبرونه