د یونان لومړی وزیر : د فلسطین د ستونزې یواځنۍ حل لاره دوه دولتونه دي

د یونان لومړي وزیر الکسیس چیپراس  په اروپايي ټولنې  غږ وکړ  د فلسطین د سولې د مذاکراتو د سره د پیلولو په خاطر  د فلسطین نه د ملاتړ وکړۍ.

د یونان لومړی وزیر : د فلسطین د ستونزې یواځنۍ حل لاره دوه دولتونه دي

د یونان لومړي وزیر الکسیس چیپراس  په اروپايي ټولنې  غږ وکړ  د فلسطین د سولې د مذاکراتو د سره د پیلولو په خاطر  د فلسطین نه د ملاتړ وکړۍ.

هغه وویل چې یونان  د فلسطین  د ستونزې  حل  په دوو  دولتونو کې ویني  او د دوو دولتونو  د حل لارې نه  ملاتړ کوي. اروپايي ټولنه باید هر څه ژر  د دوو دولتونو د حل لارې نه  ملاتړ اعلان کړي. د فلسطین  د سولې مذاکرات باید هر څه ژر له سره  پیل شي.

چیپراس  دا څرګندونې په پلازمینه اتن کې  جوړه شوې د عرب – اور په دویمه  اقتصادي سرمشریزه کې وکړې. د اتن  حکومت  دا سرمشریزه  د عربانو د پانګې د جلبولو په خاطر  جوړه کړې ده .

چیپراس وویل چې  اروپايي ټولنه  باید  منځني ختیځ کې  د ستونزو نه  د ماضي نه  درس واخلي  او پدې مسله کې جدیت وښايي. هغه وویل چې اروپايي ټولنه  خپل نړۍوال  رول  د سوریې، عراق ، لیبیا، فلسطین، او یمن  د روانو ستونزو د حل په خاطر  د عربي نړۍ سره په ګډه د کار کولو سره  قوي کولی  او له سره  ژوندی کولی شي.

هغه د فلسطین په مسله کې  د ۱۹۶۷ کلونو  د پولو او د بیت المقدس د پلازمینې سره  د یو خپلواک  فلسطیني دولت نه  خپل ملاتړ اعلان کړ او وویل چې اروپايي ټولنه هم  باید  د دوو دولتونو د حل لارې په خاطر  د فلسطین د سولې د مذاکراتو نه  پوره ملاتړ اعلان کړي. هغه وویل  د فلسطین په  د ستونزې د حل په خاطر باید  د سولې مذاکرات هر څه ژر  پیل شي. دا واضحه خبره ده. هغه وویل چې  زمونږ  د ټولو هدف  فلسطین او اسراییل د دوو هیوادونو او  دولتونو په توګه د سولې او امنیت په فضا کې  د یو بل ترڅنګ  ژوند کول دي.

هغه  د یونان د اقتصادي بحران په اړه وویل« یونان د اقتصادي بحران نه په وتو پیل کړی دی . هغه په عرب پانګه والو غږ وکړ چې پدې هیواد کې  په پانګه والۍ غور وکړي او پانګه اچونه وکړي. هغه د عرب پانګه والو نه په یونان کې په موجودو فرصتونو د غور کولو او استفاده کولو غږ وکړ.

د بله پلوه  پدې غونډه کې د مالتا  لومړي وزیر هم وینا وکړه. هغه وویل چې مالتا د خپل جغرافیوي موقعیت له امله  هم  د اروپا او هم  د عربي نړۍ سره  تل ډیرې ښې اړیکې جوړې کړي دي. هغه هم  د عرب پانګه والو نه  پدې هیواد کې د فرصتونو نه د استفاده  کولو غوښتنه وکړه.


پيوندونه: چیپراس , فلسطین , یونان

اړوند خبرونه