د انګلستان د نړۍوالو پراختیايی چارو وزیره له دندې ګوښه شوه

د انګلستان  د نړۍوالو پراختیايي چارو وزیره  پریټي پاټیل  د اسراییلي چارواکیو سره  په پټه او غیرې رسمي توګه لیدو کاتو له امله  له دندې ګوښه کړې شوه.

د انګلستان د نړۍوالو پراختیايی چارو وزیره له دندې ګوښه شوه

د انګلستان  د نړۍوالو پراختیايي چارو وزیره  پریټي پاټیل  د اسراییلي چارواکیو سره  په پټه او غیرې رسمي توګه لیدو کاتو له امله  له دندې ګوښه کړې شوه.

د ترلاسه شوو  معلوماتو له مخې د انګلستان لومړۍ وزیرې تیریزا مې  د نړۍوالو پراختیايي چارو وزیره  پریټي  پاټیل  چې د رسمي سفر په ترڅ کې افریقا ته تللې وه  په عاجله  توګه  هیواد  ته  راوغوښته  او د  پټو لیدو کاتو په اړه يي ترینه معلومات وغوښتل. پریټي پاټیل د لومړۍ وزیرې سره د نیم ساعته لیدنې نه وروسته  د هغه نه بښنه وغوښته او خپل استعفا يي ورته  وړاندې کړه.

د ویلو ده چې  د نوموړې استعفا  د انګلستان د صدرات ماڼۍ لخوا اعلان شوه.

ویل د انګلستان  د نړۍوالو پراختیايي چارو وزیره پاټیل  د اګست په میاشت کې  اسراییلو ته  د رخصتۍ تیرولو لپاره تللې وه. هغې  د رخصتیو په ورځو کې  د انګلستان بهرنیو چارو وزارت ته د خبر ورکولو  پرته  د اسراییلي مقاماتو سره  لیدنې کتنې وکړې.

هغې دا لیدنې  په پټه  توګه  ترسره کړې وې. کله  چې  د پاټیل  دا پټې  لیدنې افشا شوې  هغې  خبریالانو ته وویل چې  د لیدونو په اړه يي د بهرنیو چارو وزیر ته خبر ورکړی وو.

د بهرنیو چارو وزیر بیا  دا خبره رد کړې وه.

میرمن  پاټیل د اسراییلو د لومړي وزیر نتنیاهو، د امنیت وزیر ګیلاد اردان او بهرنیو چارو وزارت جګپوړي چارواکي یووال روتم  سره  لیدنې کړي دي.

د اسراییلي  چارواکیو سره   انګلستان د نړۍوالو پراختیايي چارو د وزیرې  پټې لیدنې  د افشا کیدو نه وروسته  د انګلستان د حکومت مخالف ګوند  د لومړۍ وزیرې نه  پدې اړه د تحقیقاتو د پیلولو غوښتنه کړې وه.

میرمن پاټیل  پدې لیدونو کتنو کې اسراییلي مقاماتو ته بعضې وعدې هم  ورکړې وې. د بله پلوه  میرمن  پاټیل  په فلسطین سره د مرستو په کمولو ټینګار کولو. انګلستان هر کال د فلسطین سره  ۶۸ میلیونه پونډه  مرسته کوي. پاټیل  هڅه کوله  چې دا مرستې کمې کړي.

میرمن پاټیل  په انګلستان کې د اسراییلي لوبي سره  د اړیکو په درلودو  او ددې اړیکو نه  د محافظه کار ګوند د مشرۍ په خاطر د ځان په ګټه په کار اخیستو هم  تورنه ده.

د ویلو ده چې  د تیرې یوې اوونۍ په دننه کې دا  د انګلستان د کابینې دویم  وزیر  دی  چې  له دندې استعفا کولو ته اړ کیږي.



اړوند خبرونه