د امريكا لخوا په افغانستان، پاكستان، عراق او سوريه كې د جګړې لګښت

د امريكا د متحدو ايالتونو لخوا په منځني ختيځ كې د روانو جګړو د تخميني لګښت په اړه نوې شمېرې خپرې شوې.

د امريكا لخوا په افغانستان، پاكستان، عراق او سوريه كې د جګړې لګښت

 

 

د ۲۰۰۱م كال د سپتمبر د مياشتې په ۱۱مه نېټه په نيويارك كې د نړۍ پر سوداګريز مركز باندې له بريد وروسته د ترهګرۍ پر وړاندې د پيل شوې جګړې د لګښتونو په اړه نوې شمېرې خپرې شوې.

د يو راپور له مخې چې د براون د پوهنتون  د واټسن د انستيتوټ لخوا خپور شوى دى د ۲۰۰۱ كال وروسته د امريكا لخوا په افغانستان، عراق، پاكستان او سوريې كې د جګړې لګښت ۴،۳ زره ميليارده ډالره ښودل شوى دى.

د راپور له مخې اټكل كيږي چې دا شمېره د ۲۰۱۸م كال تر پايه پورې ۵،۶ زره ميلياردو ډالرو پورې لوړه شي.

د راپور له مخې دا پېسې د هر ماليه وركونكي امريكايي له جېبه وتلي دي چې په اوسط ډول هر امريكايي ۲۳،۳۸۶ ډالره ددې جګړو لپاره وركړي دي.

دا په داسې حال كې ده چې د امريكا د دفاع د وزارت د شمېرو له مخې د ۲۰۰۱م كال راهيسې د روانې جګړې لګښت يواځې ۱،۵۲ زره ميليارده ډالره ښودل شوى دى چې د هر امريكايي له جېبه ۷،۷۴۰ ډالره وتلې دي.

په راپور كې په مشخص ډول نه دي ويل شوي چې په كوم هېواد كې څومره پېسې لګېدلې دي.



اړوند خبرونه