د ټرامپ دریم فرمان هم وځنډول شو
امریکا ته د ایران په ګډون د ځینو هیوادونو په وګړو په سفر د محدودیت لګولو اړوند د ولسمشر دونالد ټرامپ دریم فرمان هم وځنډول شو.
امریکا ته د ایران په ګډون د ځینو هیوادونو په وګړو په سفر د محدودیت لګولو اړوند د ولسمشر دونالد ټرامپ دریم فرمان هم وځنډول شو.
د امریکا د هاوايي د ایالت د فدرال محکمې قاضي د ټرامپ په فرمان د نیوکو او اعتراضونو نه وروسته د ټرامپ د دریم فرمان د ځنډولو پریکړه وکړه.
د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ ددینه مخکې دوه ځله پدې اړه فرمانونه صادر کړي وو چې د محاکمو لخوا ځنډول شوي وو.
همداشان د هاوايي د ایالت فدرال محکمې بیا امریکا ته تګ راتګ په خاطر د ایران په ګډون د ځینو هیوادونو په وګړو په ویزو د بندیز لګولو په اړه خپور کړی دریم فرمان د بشري حقونو سره په ټکر کې وباله او د ځنډولو حکم يي وکړ.
د ویلو ده چې د هاوايي ایالت د فدرال محکمې قاضي یواځې یو ورځ مخکې ددینه چې د ټرامپ دریم فرمان عملي جامه واغوندي وځنډو.
د ټرامپ ددې فرمان له مخې د ایران، سوریې، لیبیا، چاد، یمن ، شمالي کوریا او وینزویلا په وګړو امریکا ته د تګ راتګ په خاطر په ویزو بندیز لګول شوی وو.
ټرامپ ویلي وو دا بندیزونه په هیواد کې ترهګریزو ګواښونو د کچې د راټیټولو په خاطر لګول کیږي.
ولسمشر ټرامپ په تیرو فرمانونو کې یواځې د اسلامي هیوادونو په وګړو امریکا ته د راننوتو په خاطر په ویزو بندیز لګولی وو خو پدې فرمان کې بیا شمالي کوریا ته هم ځای ورکړ.
د هاوايي ایالت څارنوال داګ چین د ټرامپ دا فرمان هم د تیرو فرمانونو په څیر د تبعیض نه ډک بللی دی او ویلي دي چې دا فرمان یواځې امریکا ته د مسلمانانو د راننوتو پر خلاف یو ډول خنډ جوړول دي.
د هاوايي ایالت څارنوالانو او ځینو خلکو فدرال محکمې ته د ټرامپ د تیرو فرمانونو په څیر د دریم فرمان پر خلاف هم شکایت وکړ. محکمې قاضي در یک واتسون د نوموړو شکایتونو نه وروسته د فرمان د ځنډولو حکم وکړ. قاضي وویل چې دا فرمان هم د تیرو ناروغو فرمانونو په څیر یو ډول ناروغي ده. هغه د ټرامپ دا فرمان د امریکا د ګټو پر خلاف بللی دی.
قاضي ویلی دي چې د ټرامپ دا فرمان او غوښتنه په اصل کې د انسانانو ترمنځه د هغوې د دین او ملیت له امله ښکاره تبعیض کول دي.
د بله پلوه سپینې ماڼۍ د فدرال محکمې دا حکم ناسم بللی او ویلي چې دا په ښکاره توګه د امریکا د خلکو نه د حفاظت په برخه کې د ټرامپ د هلو ځلو پر وړاندې خنډ جوړل دي.
سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د ټرامپ دا اقدام یو ډیر پر ځای اقدام دی او د عدلیې وزارت به دا مسله تعقیب او د ټرامپ د فرمان نه به دفاع وکړي.
اړوند خبرونه
د استرالیا په سیډني ښار کې په یوې کلیسا کې د چړې په برید کې ۴ تنه ټپیان شوي دي.
د ۹ نیوز د خبر له مخې د سیډني په کریسټ دی ګډ شیفرډ کلیسا کې د چړې برید شوی.