روسیه غواړي چې په خپل هیواد کې د امریکايي  ډیپلوماټانو شمیره  نوره  هم راټيټه کړي.

روسیه په خپل هیواد کې د امریکايي ډیپلوماټانو شمیره راټیټوي

روسیه غواړي چې په خپل هیواد کې د امریکايي  ډیپلوماټانو شمیره  نوره  هم راټيټه کړي.

روسیه غواړي چې په خپل هیواد کې د امریکايي  ډیپلوماټانو شمیره  نوره  هم راټيټه کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف  ویلي دي غواړي چې د امریکا نه په روسیه کې د ډیپلوماټانو او تخنیکي کارمندانو شمیره  د ۳۰۰ نه هم  د راټیټولو غوښتنه وکړي.

لاوروف وویل چې  په روسیه کې د امریکا په سفارت او قونسلګریو کې  د ډیپلوماټانو او تخنیکي پروسونل  د شمیرې د راټیټولو  په اړه به غوښتنه وکړي. هغه ویلي دي غواړي چې دا شمیره  تر ۳۰۰ تنو راټيټه شي.

د یادولو وړ ده چې روسیې څه موده مخکې د امریکا نه  د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر د میاشتې تر لومړۍ نیټې  په روسیه کې په خپل سفارت او قونسلګریو کې  د ډيپلوماټانو او تخنیکي پرسونل شمیره  ۴۵۵ تنو ته د راټیټولو غوښتنه کړې وه.

روسیې  داځل  د امریکايي ډیپلوماټانو او تخنیکي پرسونل  د شمیرې د لا راټیټولو غوښتنه کړې ده .

امریکا  لا تر اوسه پورې  د روسیې د نوموړې غوښتنې په اړه څه ندي ویلي.



اړوند خبرونه