امریکا متحده ایالتونه وايي  چې د داعش ترهګرې ډلې مشر ابوبکر البغدادي  ژوندی  دی.

امریکا : پدې وروستیو کې خپور شوی غږیز پيغام د داعش د مشر البغدادي دی.

امریکا متحده ایالتونه وايي  چې د داعش ترهګرې ډلې مشر ابوبکر البغدادي  ژوندی  دی.

 امریکا متحده ایالتونه وايي  چې د داعش ترهګرې ډلې مشر ابوبکر البغدادي  ژوندی  دی.

د امریکا د دفاع د وزارت ویاند وویل چې  د امریکا  استخباراتو پدې وروستیو کې خپور  شوی د داعش د مشر غږیز  پیغام  وڅیړه  او دا معلومه شوه چې  غږ  د البغدادي  دی. په څیړونو کې دا هم  معلومه شوې ده چې  غږ  پدې نږدې وختونو کې  ثبت  شوی دی. دا خبره پخپله ددې ښکارندويي کوي  چې  د داعش ترهګرې ډلې  مشر البغدادي  ژوندی  وي.

د امریکا د دفاع وزارت د منځني ختیځ  د څانګې  ویاند  ایریک پاهون  د اناتولیا خبري اژانس ته وویل « د الغبدادي  د وروستي غږیز پیغام په اړه د څیړونو نه وروسته  دا معلومه  شوه چې  دا غږ  جعلي نه  بلکې  اصلي  دی. غږ  د الغبدادي  پورې  تعلق لري. همداشان  دا بیا پخپله  ددې ښکارندويي کوي چې بغدادي ژوندی  دی.

ویاند  دې پوښتنه  ته   چې  ایا  د امریکا استخباراتو  د غږ د ثبتولو  ځای  تثبیت کړی او که  نه  ځواب  ونه وایه. هغه وویل  امریکا  د هر چا نه  ډیر زیات غواړي چې د هغه ځای  او لږ تر لږه  حرکت  نقطه  تثبیت کړي خو پدې اړه  تر اوسه پورې کوم  پرمختګ  شتون نلري.

د یادولو وړ ده چې  داعش ترهګرې ډلې  تیره میاشت  د ابوبکر البغدادي  ۴۶ دقیقه يي غږیز پیغام  خپور کړ. پدې غږیز پیغام کې پدې وروستیو کې د رامنځته شوو  مهمو پیښو نه هم  یادونه شوې وه .

د امریکا  د دفاع وزارت ویلي وو چې  د غږیز پیغام  په اړه يي څیړنې پيل کړي چې ایا  دا  پیغام  حقیقي  دی او که جعلي.

د داعش ترهګرې ډلې مشر  په خپل  دې پيغام کې  د شمالي کوریا، امریکا او جاپان  ترمنځه  د روانو جنجالونو او د ترکیې ، ایران او روسیې لخوا  د قزاقستان په پلازمینه  استانه کې  د سوریې په اړه د روانو مذاکراتو نه  یادونه کړې ده .

د داعش مشر  پدې غږیز پیغام کې  په منځني ختیځ کې د داعش په مرکزونو د روانو بمباریو د غچ اخیستو په خاطر په لویدیځ کې په خپلو پلویانو د لا زیاتو ورانکارانه فعالیتونو د ترسره کولو غږ کړی وو.

د ویلو ده چې  روسیې  د روان کال د جولای په میاشت کې د داعش ترهګرې ډلې د مشر البغدادي د وژلو ادعا کړې وه.  



اړوند خبرونه