د هندوستان  پوځي  چورلکې  سقوط وکړ.

په هندوستان کې چورلکې سقوط وکړ

د هندوستان  پوځي  چورلکې  سقوط وکړ.

د هندوستان  پوځي  چورلکې  سقوط وکړ.

د هندي خبري رسنیو د خبر له مخې  د نوموړي هیواد  د هوايي ځواکونو اړوند  مي ۱۷ وي ۵ چورلکې  نن جمعه  په ځايي وخت د سهار د ۶ بجو  په شاوخوا کې  د ارونا چل پردیش  په سیمه کې چین پولو ته  نږدې   سقوط وکړ.

په پیښه کې  د هندوستان د هوايي ځواکونو  ۶ تنه منسوبین  مړه  او یو تن بل سخت ټپي شوی دی.

ویل کیږي  د پیښې د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته  د ژغورنې  او روغتیايي ډلې سیمې ته ورسیدې  او د پیښې یواځنی ټپي يي  نږدې روغتون ته انتقال کړل.

د ویلو ده چې  یاده شوې ټرانسپورتي  چورلکې د نړۍ  تر ټولو  ډاډمندې  او مدرنې  چورلکې بلل کیږي چې په ۲۰۱۶ کال کې  روسیې   چورلکې  هندوستان ته ورکړې.

هندي خبري رسنیو ویلي دي چې  د نوموړې پیښې لامل  معلوم ندی  او په اړه يي څیړنې دوام لري.


پيوندونه: سقوط , چورلکه , هندوستان

اړوند خبرونه