مکسیکو زورورې زلزلې ولړزو

په مکسیکو کې زلزلې ستر فلاکت رامنځته کړ

810271
مکسیکو زورورې زلزلې ولړزو

په مکسیکو کې  د ریشتر په کچه  د ۷ عشاریه یو په لویوالي سره  زلزلې  ستر فلاکت رامنځته کړ.

په مکسیکو کې په ځایي وخت په ۱بجه او ۱۴ دقیقو  زوروره  زلزله رامنځته شوه. د لومړنیو معلوماتو له مخې  د نوموړې  زورورې  زلزلې په پایله کې  تر اوسه پورې  ۲۴۹ تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی.

د امریکا  د جیولوژیکو څیړنو  مرکز  ویلي دي چې  د زلزلې  اصلي مرکز  د مکسیکو پیوبلا د ایالت  د رابوسو ښار  دی. زلزله  د نوموړي ښار په شمال ختیځ کې  ۵۱ کیلومتره د مځکې  لاندې  رامنځته شوې ده .

دا زلزله  په پلازمینه  مکسیکو کې هم  په قوي توګه  احساس شوې ده . د زلزلې له امله په پلازمینه مکسیکو کې هم  یو زیات شمیر ودانۍ  نړیدلي دي  او په نړۍوال هوايي ډګر کې  الوتنې  درول شوي دي.

د پيابلا ایالت والي  توني ګالي  د ټویټر له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې  د رابوسو د  ښار سربیره  د چولولا  په ښار کې هم  یو زیات شمیر کلیسا ګانې او کورونه نړيدلي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې  پدې زلزله کې  تر اوسه پورې  د ۲۴۹ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .

د ویلو ده چې  پدې زلزله کې یواځې  ۲۲ تنو ماشومانو په یو ښوونځي کې ژوند د لاسه ورکړی دی .

یو زیات شمیر کسان  د نړيدولو  کورونو د خاورو او ګټو لاندې  بند پاتې دي.


پيوندونه: #مکسیکو , #زلزله

اړوند خبرونه