د ميانماري ډګروال غير انساني دفاع

په ميانمار كې د روهينګيا د مسلمانانو د عاموژنې نه د دفاع په موخه د يو تن ميانماري قوماندان غير انساني څرګندونو يو ځل بيا د ټولو غبرګون را وپارولو.

د ميانماري ډګروال غير انساني دفاع

 

 

په ميانمار كې د روهينګيا د سيمې مسئول قوماندان ډګروال فون ټينټ د بشري حقونو د څارنې د سازمان هغه تورونه رد كړل چې ګواكې د سرتېرو لخوا د روهينګيا د مسلمانانو پر ښځو جنسي تېرى شوى دى.

نوموړي د جنسي تيري د راپور له اړه بي بي سي سره په مركه كې مسلمانو مېرمنو ته د سپكاوي سره  وويل چې `` هغو كسانو ته چې دا تورونه يې پر موږ لګولي دي، وګورئ. پر دوى څوك جنسي تېرى كوي؟``

ډګروان فون ټينټ چې د هېواد په شمالي سرحد كې دنده اجرا كوي د بي بي سي د خبريال سره په مركه كې د جنسي تيريو په اړه د اسنادو غوښتنه وكړه. نوموړي وويل چې `` اسناد چېرې دي؟ پر دې ښځو څوك جنسي تېرى كوي.``

د بشري حقونو د څارنې سازمان په خپل يو تازه راپور كې ليكلي دي چې په روهينګيا كې پر ښځو او ماشومانو باندې د ميانمار د سرتېرو لخوا جنسي تېري شوي دي.



اړوند خبرونه