د نړۍ تر ټولو د ډاډ وړ سياستوال

د نظر پوښتنې يو نړيوال شركت د يوې څېړنې له مخې په نړۍ كې د د دوو پياوړو سياسي څېرو د اغېزمنتيا په اړه څېړنه كړې ده.

793909
د نړۍ تر ټولو د ډاډ وړ سياستوال

 

 

د پيو څېړنيز شركت د نړۍ د يو شمېر مهمو هېوادونو له هېوادوالو پوښتنه كړې ده چې د نړۍ د راتلونكې لپاره د امريكا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ډاډ وړ شخصيت دى او كه د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين؟

ددې څېړنې په پايله كې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په يو زيات شمېر هېوادونو كې چې ځينې يې د امريكا د متحدو ايالتونو متفقين هم دي، د خپل امريكايي رقيب ډانلډ ټرمپ په پرتله د ډاډ وړ شخصيت په توګه پېژندل شوى دى.

ددې نظر پوښتنې پر مهال په هر هېواد كې د ۸۵۲ نه د ۲۴۶۴ تنو ترمېنځ بالغو كسانو نه پوښتنه شوې ده چې د نړۍ د راتلونكې لپاره كوم ليډر د ډاډ وړ دى.

د څېړنې په پايله كې پوتين د نړۍ په سطحه د ۴۰ سلنې كسانو مثبته رايه خپله كړه.  ټرمپ بيا يواځې ۲۲ سلنه خپله كړې ده.

جالبه يې لا دا ده چې له پوتينه د ملاتړ كوونكو هېوادونو د هېوادوالو ترمېنځ ۷ يې د ناټو غړيتوب لري او د امريكا نږدې متفقين دي.

د بېلګې په توګه په اروپا ې د يونان، جرمني، فرانسې، ايټاليا، هنګري، اسپانيا او تركيې د هېوادونو هېوادوالو ولاديمير پوتين د ډانلډ ترمپ په پرتله د ډاډ وړ شخصيت بللى دى. ددې ترڅنګ د جاپان او سوېلي كوريا هېوادوالو هم پوتين ته پر ټرمپ ترجېح وركړې ده.

ددې ترڅنګ د انګلستان، هالنډ، كاناډا او پولنډ د هېوادونو ترڅنګ د اسراييلو، فليپين او آستراليا هېوادونو بيا ټرمپ د نړۍ د ډاډ وړ شخصيت بللى دى.


پيوندونه: #ټرمپ , #پوتين

اړوند خبرونه