په فنلنډ كې د چړې په واسطه بريد

د فنلنډ د توركو په ښار كې يو تن بريدګر د چړې په واسطه پر ملكيانو بريد كړى دى.

792767
په فنلنډ كې د چړې په واسطه بريد

 

 

د بي بي سي د معلوماتو پر اساس بريدګر د پوليسو لخوا په داسې حال كې نيول شوى دى  چې ټپي شوى و.

په بريد كې د لومړنيو معلوماتو له مخې تر ۱۰ تنو زيات ټپيان شوي دي. د بله پلوه ځايي رسنۍ بيا وايي چې لږ تر لږه يو تن په كې وژل شى دى.

د فنلنډ پوليسو تر بريد وروسته په ښار كې امنيتي تدابير سخت كړي دي او د پلازمېنې هيلسنكي هوايي ډګر يې هم په موقتي ډول تړلى دى.

د پېښې په اړه نور جزييات به وروسته خپاره شي.


پيوندونه: #فنلنډ

اړوند خبرونه