په بارسلونا كې د مرګژوبلې شمېره مخ پر لوړېدلو ده
د اسپانيا د بارسلونا په ښار كې د موټر په واسطه د بريد په پايله كې د مرګژوبلې شمېره مخ پر زياتېدلو ده.
792110
ددې هېواد د رسنيو د معلوماتو پر اساس په پېښه كې د وژل شوو كسانو شمېره ۱۳ تنو ته رسېدلې ده. په بريد كې لږ تر لږه ۵۰ تنه ټپيان شوي هم دي.
د بله پلوه پوليس وايي چې د پېښې سيمې ته نږدې دوه تنه وسله وال بريدګر يو رستورانت ته ننوتي دي. سيمه د پوليسو لخوا كلابند شوې ده او د مرګژوبلې په اړه كره معلومات نشته دى.
د لومړنيو معلوماتو له مخې دا پېښه د ښار د لا رامبلاس په توريستي سيمه كې پېښه شوې ده. پوليسو عام وګړي او سيلانيان له سيمې ويستلي دي..
ددې پېښې وروسته په بارسلونا كې د مترو ټول تمځايونه تړل شوي او په ښار كې اضطراري حالت اعلان شوى دى.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.