د القاعدې لخوا د ۶ كلن اسارت وروسته مسلمان شو

د جنوبي افريقا د هېواد اوسېدونكى سټېفان مك ګوون چې ۶ كاله وړاندې د القاعدې د ترهګرې ډلې لخوا تښتول شوى وو، تېره مياشت خوشې شو.

د القاعدې لخوا د ۶ كلن اسارت وروسته مسلمان شو

 

د جنوبي افريقا د هېواد اوسېدونكى سټېفان مك ګوون چې ۶ كاله وړاندې د القاعدې د ترهګرې ډلې لخوا تښتول شوى وو، تېره مياشت خوشې شو.

سټيفان مك ګوين چې څه باندې شپږ كاله وړاندې په ۲۰۱۱م كال كې په افريقا كې د صحرا د دښتې  نه د موټرسايكل په واسطه د تېرېدلو په حال كې وو، د مالي د هېواد د پلازمېنې ټيمبوكټو په مربوطاتو كې د القاعدې د ترهګرې ډلې د منسوبينو لخوا د دوه تنه ملګرو سره تښتول شوى وو.

د مك ګوون سره يو بل تن جرمنى هم اسير شوى وو چې د تېښتې د هوډ له امله ووژل شو.  مك ګوون شپږ كاله په مالي كې تېر كړل او پدې موده كې مسلمان شوى هم دى.

نوموړي څرګنده كړه چې د اسارت په موده كې ورسره ښه چلند شوى دى خو د مور د مړينې پر مهال د نه خوشې كېدلو له امله خواشينى دى.

مك ګوون څرګنده كړه چې د اسارت پر مهال د شرايطو سره د سمون په موخه مسلمان شوى دى. ځينې شپې د دوو نورو اسيرانو سره په داسې حال كې تېرې كړي دي چې ځنځيرونه يې پر پښو او لاسونو پورې تړلي وو.

د نوموړي په وينا په اسلام كې يو زيات شمېر ښكلاګانې وينم. اسلام د ښه او پياوړ كركټر خاوند كړى يم. د همدې تجربې پر اساس به خپل پاتې ژوند هم په خوشالۍ سره تېر كړي.



اړوند خبرونه