ټرامپ شمالي کوریا په اټومي برید وګواښه

د امریکا او شمالي کوریا ترمنځه متقابلو ګواښونو کچه ډیر زیاته لوړه شوې ده

ټرامپ شمالي کوریا په اټومي برید وګواښه

د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ  شمالي کوریا په اټومي  برید وګواښه.

ټرامپ  پداسې حال کې  دا ګواښ وکړ چې تیره ورځ  د شمالي کوریا حکومت  د امریکا متحده ایالتونو اړوند ګوام  په سیمه کې په  امریکايي  عسکري هډو  د بالستیک توغندي د برید په اړه  د غور کولو نه  یادونه وکړه.

د شمالي کوریا  لخوا  په ګوام  سیمه  د برید ګواښ  په سیمه کې میشت  خلک  ډیر سخت اندیښمن کړي دي.

د شمالي کوریا ددې ګواښ په مقابل کې  د امریکا ولسمشر ټرامپ  هم  نوموړی هیواد په اټومي برید وګواښه.

ټرامپ  د خپل ټویټر له لارې په کړو څرګندونو کې وویل « ددې په هیله چې  اټومي وسلې کارولو مجبور نشو خو داسې وخت به هیڅکه هم  رانشي  چې زمونږ  ملت  د نړۍ  تر ټولو  قوي او پياوړی  نوي.»

ټرامپ  د شمالي کوریا سره  د روان  تاوتریخوالي  په ترڅ کې  د پر له پسې  څرګندونو  او پیغامونو نه وروسته داځل  نوموړی هیواد په اټومي  برید وګواښه.

ټرامپ ددې خبرې په یادونې وویل چې  د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته  د لومړني  کار په توګه  د هیواد د ټولو اټومي  وسلو د مدرنیزه  او نوو کولو امر وکړ.

هغه  د ټویټر له لارې په کړو څرګندونو کې وویل « د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته زما لومړني  اجراعات  د هیواد د اټومي وسلو د مدرنیزه  او نوو کولو په اړه  د فرمان  صادرول وو. امریکا  دم ګړۍ  تر هر وخته  ډیره  قوي  او  غښتلی  هیواد دی. ددې په هیله چې د اټومي وسلې کارولو ته  مجبور نشو. خو داسې ورځ به هیڅکله هم  رانشي چې زمونږ ملت  په نړۍ کې تر ټولو قوي او غښتلی  نوي. »

د بله پلوه  ټرامپ  په نیوجرسي  ایالت کې  د شمالي کوریا د ګواښونو په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ټرامپ چې  په رخصتۍ  وتلی دی  په نیوجرسي  ایالت کې د ګولف په میدان کې  خبریالانو ته وویل « که چیرې  شمالي کوریا  امریکا ته د ګواښونو نه لاس وانخلي  د داسې  غضت او قهر  شاهدي به وکړي چې کله يي تصور هم  نوي کړی. شمالي کوریا باید د خپل ښه والي په خاطر  د ګواښونو نه لاس واخلي. که نوي  د داسې  غضب  او قهر سره به مخامخ شي چې نړۍ ددېنه مخکې کله هم  لیدلی  نوي. »



اړوند خبرونه