د امریکا او شمالي کوریا ترمنځه تاوتریخوالی تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی

شمالي کوریا  چې وخت نا وخته امریکا ته ګواښونه کوي  دا ځل يي  د ګوام په سیمه د برید کولو  نیټه  اعلان کړه.

د امریکا او شمالي کوریا ترمنځه تاوتریخوالی تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی

شمالي کوریا  چې وخت نا وخته امریکا ته ګواښونه کوي  دا ځل يي  د ګوام په سیمه د برید کولو  نیټه  اعلان کړه.

د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس  ویلي دي چې  د یاد شوي  هیواد  پوځ  د اګست د میاشتې په نیمايي  کې  د ګوام  په سیمه کې  د برید کولو په خاطر  د ولسمشر کیم جونګ اونګ  د امر انتظار  باسي.

شمالي کوریا  د ګوام په سیمه د منځ واټنه  بالستیک توغندیو سره  د برید لپاره د اګست د میاشتې نیمايي  په ګوته کړ.

شمالي کوریا  پوځ ویلي دي چې  د اګست په نیمايي کې د ګوام په سیمه  د ۴ بالستیک توغندیو  د برید کولو په خاطر  د ولسمشر د امر  انتظار باسي. پوځ ویلي دي چې د برید پلان  جوړ  دی  یواځې  د ولسمشر د تایید او امر  انتظار باسو.

د شمالي کوریا  پوځ ویلي دي چې  « زمونږ  پلان  د اګست په نیمايي کې د ګوام په سیمه د ۴ منځه واټنه توغندیو سره  برید کول دي. د نوموړي  پلان د تایید لپاره  د اعلی سرقومندان  امر ته  سترګې په لاره یو. »

همداشان  د شمالي کوریا  چارواکي د ټرامپ  د ګواښونو نه  د یو موټي بېهوده  ګواښونو په توګه یادونه وکړه.    



اړوند خبرونه