په سويډن كې پر افغان كډوالو بريد

د سويډن په پلازمېنه سټاكهولم كې يو شمېر افغان ځوانانو چې د كډوالو د ادارې پر وړاندې يې مظاهره كوله، د توكمپالو لخوا پرې بريد شوى دى.

په سويډن كې پر افغان كډوالو بريد

 

 

د سټاكهولم د امنيت د ادارې وياندې آسا والېنګټن څرګنده كړه چې پر افغانو ځوانانو باندې د اور لرونكې مادې په واسطه بريد شوى دى چې په پايله كې لږ تر لږه درې تنه يې ټپيان شوي دي.

د احمد رحيمي په نامه يو تن كډوال ددې هېواد د ايكسپرسن ورځپاڼې سره په مركه كې وويل چې د كډوالو د ادارې د هغې پرېكړې له امله چې د بې والدينو كډوالو د ډيپورټولو په اړه يې كړې وه، مظاهره كوله.

د مظاهرې پر مهال د يوې ۳۰ كسيزې توكمپالې ډلې لخوا پرې بريد شوى دى. توكمپالو شعارونه وركول چې ` احمد، محمد خپل هېواد ته لاړ شئ، كډوالو خپلو هېوادونو ته لاړ شئ.``

ويل كيږي چې توكمپالو د افغان كډوالو پر لور صوتي بمونه هم ګوزار كړي دي.

د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.


پيوندونه: سويډن , افغان كډوال

اړوند خبرونه