د فرانسې په پلازمینه پاریس کې  یو تن  د موټر سره  په عسکرو برید وکړ.

په پاریس کې په سرتیرو د موټر سره برید وشو

د فرانسې په پلازمینه پاریس کې  یو تن  د موټر سره  په عسکرو برید وکړ.

 د فرانسې په پلازمینه پاریس کې  یو تن  د موټر سره  په عسکرو برید وکړ.

د لومړنیو معلوماتو له مخې په پيښه کې ۶ تنه سرتیري  ټپیان شوي دي.

پولیسو د برید کوونکي د نیولو په خاطر پراخه عملیات پیل کړي دي.

پیښه  د پاریس په شمال کې رامنځته شوه.

د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون خبریال  د راستولي خبر له مخې  د پاریس په شمال کې  یو تن  برید کوونکي  په ولاړو ۸ تنو  سرتیرو  د موټر سره  برید وکړ.

برید کوونکي سرتیري  د موټر لاندې کړل چې له امله يي۶ تنه  ټپیان شول.

 د ټپیانو نه د دوو تنو روغتیایي حالت  باریکه دی.

برید کوونکی د برید نه وروسته  د سیمې نه وتښتید. پولیسو  د برید کوونکي د نیولو په خاطر پراخه د پلټنې عملیات پیل کړي دي.

تر اوسه پورې دا لا معلومه نده چې  دا کومه ټرافیکي  پیښه وه  او که  ترهګریز برید وو.

پولیسو د برید په اړه تحقیقات پیل کړي دي. پولیسو ویلي دي چې برید د بي ام ډبلیو ډوله  موټر سره  شوی دی. 


پيوندونه: برید , پاریس , فرانسه

اړوند خبرونه