په پنسلوانیا کې ۴ تنه ځوانان ووژل شول

د امریکا د پنسلوانیا په ښار کې ۴ تنه ځوانان په مرموز ډول سره وژل شوي

په پنسلوانیا کې ۴ تنه ځوانان ووژل شول

د امریکا  متحده ایالتونو د پنسلوانیا په ایالت کې  د ۴ تنو لا درکه شوو ځوانانو  مړي وموندل شول.

د پنسلوانیا  ایالت پولیسو ویلي دي چې  نوموړي ۴ تنه ځوانان  د تیرې یوې اوونۍ راهیسې لادرکه شوي وو چې  مړي په یو ټولیز قبر کې  وموندل شول.

پولیسو ویلي دي چې  دا پرته د شکه  ستر جنایت  دی. دا چې  تر اوسه پورې  څو  تنه پدې ډول وژل شوي دي پدې اړه معلومات  نشته .

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  په پنسلوانیا کې  د جولای په ۷ مه نیټه  ۴ تنه ځوانان لا  درکه شول.

پولیسو د نوموړو مړي په یو باغ کې  په ټولیز قبر کې وموندل . وژل شوي ځوانان  د ۱۹ او ۲۲ کلونو ترمنځه د عمر خاوندان  ول.

د یاد شوي ایالت  څارنوال  ویلي دي چې  د نوموړو ۴ تنو ځوانانو مړي شاوخوا ۴ مترو په ژوروالي سره  په یو قبر کې موندل شوي دي. مړي  د پولیسو  د ځانګړو سپو لخوا موندل شوي دي.

څارنوال ویلي دي چې پرته د شکه چې دا یو ستر جنایت  دی. دا چې تر اوسه پورې  څومره کسان  پدې ډول وژل شوي دي  پدې اړه  تر اوسه پورې معلومات په لاس کې نشته.



اړوند خبرونه