په مکسیکو کې  د زوکړې د لمانځنې په موخه په جوړه شوې پارټۍ  خونړی  برید وشو.

د زوکړې د لمانځنې پر پارټۍ د برید سره قتل عام رامنڅته شو

په مکسیکو کې  د زوکړې د لمانځنې په موخه په جوړه شوې پارټۍ  خونړی  برید وشو.

په مکسیکو کې  د زوکړې د لمانځنې په موخه په جوړه شوې پارټۍ  خونړی  برید وشو.

د مکسیکو د هیدالګو په ښار کې ۴ تنو برید کوونکو  د زوکړې په ورځې د لمانځنې په موخه په جوړه شوې پارټۍ  وسله وال برید وکړ.

د پولیسو د عیني شاهدانو له قوله ویلي دي چې  برید د ۴ تنو لخوا چې مخونه يي  پټ ول  ترسره شوی دی.

برید کوونکو  پدې برید کې ۱۱ تنه  وژلي دي. د پيښې یو تن ماشوم عیني شاهد خبري رسنیو ته وویل چې  مخ پوښلو کسانو  په پارټۍ  برید وکړ او ټول لویان يي ووژل.

ویل کیږي پدې پیښه کې  ماشومان  ژوندي  ژغورل شوي دي.

د یاد شوي  ښار پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې پیښه پرون د ماسپخین په ساعتونو کې رامنځته شوې ده .

پولیسو ویلي دي چې  پدې نه پوهیږي چې برید د  چا لخوا شوی دی. پولیسو د پیښې په اړه د پراخه  پلټنو د پیلولو نه خبر ورکړی دی.



اړوند خبرونه