په مدیترانه کې د کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو سره ستره فاجعه رامنځته شوه.
د لیبیا په سواحلو کې د کډوالو یوه کښتۍ په اوبو کې ډوبه شوه.
738716
په مدیترانه کې د کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو سره ستره فاجعه رامنځته شوه.
د لیبیا په سواحلو کې د کډوالو یوه کښتۍ په اوبو کې ډوبه شوه.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې کښتۍ کې تر ۵۰۰ تنو ډیرو کډوالو چې د لیبیا د اوبو له لارې اروپا ته د تیریدو هڅه کوله د لیبیا په سواحلو کې د نامعلوم لامل له امله په اوبو کې ډوبه.
د ایټالیا د سواحلو د امنیت پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د کډوالو یوه کښتۍ چې غوښتل يي د لیبیا د اوبو له لارې اروپا ته تیره شي د لیبیا د سواحلو په ۵۰ کیلومترۍ کې په اوبو کې لاهو شوه.
په کښتۍ کې تر ۵۰۰ ډیرو کډوالو شتون درلود چې ۳۱ تنو پکې ژوند د لاسه ورکړی دی.
د پيښې نه وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته استول شوي دي او په سلګونو تنه کډوال يي ژغورلي دي.
د ایټالیا پولیسو ویلی دي چې کیدای شي د مړو شمیره لوړه شي.