ًپه انګلستان کې د چاودنو له امله د مړو شمیره لوړه شوه
د انګلستان د مانچستر په ښار کې په کنسرت کې غبرګې چاودنې وشوې
د انګلستان د مانچستر په ښار کې په کنسرت کې دوه پرله پسې چاودنې وشوې.
د مانچستر د امنیتي چارواکیو په وینا د مانچستر ارینا په لوبغالي کې د امریکايي سندرغاړې اریایا ګراندي د کنسرت پر مهال چې تر ۲۰ زرو تنو ډیرو پکې ګډون کړی وو دوه پرله پسې چاودنې وشوې.
پدې پيښه کې ۲۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۵۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د انګلستان پولیسو ویلي دي چې برید د یو تن نارینه لخوا شوی دی چې برید کوونکی هم پدې پیښه کې وژل شوی دی.
پولیسو ویلي دي چې چاودنې د کنسرت د پای په شیبو کې کله چې سندرغاړې د ستیج نه ښکته شوه رامنځته شوې.
د بله پلوه د مانچستر د ښار د امنیې قومندان ویلي دي چې د دوو چاودنو نه یو ځانمرګی برید وو. د ترهګریزو سازمانونو سره د برید کوونکي د اړیکو په اړه څیړنې دوام لري. په پيښه کې ۲۲ تنه وژل شوي دي چې ټول د ۱۳ او ۱۸ کلونو ترمنځه د عمر لرونکي ځوانان دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی خو د داعش ترهګرې ډلې د نوموړي برید له امله خوښي څرګنده کړې ده .
په انګلستان کې پداسې حال کې دا چاودنې رامنځته شوې چې نوموړی هیواد پارلماني ټولټاکنو ته تیاری نیسي.