د جاپان شهزادګۍ د مینې په خاطر د هر څه لاس په سر کیږي.

د جاپان  شهزادګۍ  د خپلې مینې په خاطر  د ماڼۍ  او شاهي  کورنۍ د ټولو  حقونو نه  لاس په سر کیږي.

د جاپان شهزادګۍ د مینې په خاطر د هر څه لاس په سر کیږي.

 د جاپان  شهزادګۍ  د خپلې مینې په خاطر  د ماڼۍ  او شاهي  کورنۍ د ټولو  حقونو نه  لاس په سر کیږي.

د جاپان د امپراتور  اکیهیتو ۲۵ کلنه لمسۍ  شهزادګۍ  کي مکو  د هغه  چا سره  چې ورته  ګران  دی  د واده کولو په خاطر  د شاهي  کورنۍ  د ټولو حقونو نه  لاس په سر کیږي.

د جاپان  د دولتي تلویزیون  NHK تلویزیون د خبر له مخې  هغه  هلک چې د جاپان  شهزادګۍ غواړي ورسره واده وکړي  په یو حقوقي  شرکت  کار کوي  او  په پوهنتون کې  د شهزادګۍ همټولګی  وو.

د یادولو وړ ده چې د جاپان شاهي کورنۍ  دم ګړۍ  ۱۹ تنه غړي لري  چې  ۱۴ تنه يي ښځې دي. د جاپان  د شاهي کورنۍ  د اصولو او رسم او رواجونو له مخې  شاهي کورنۍ  نسل  د نارینه غړیو نه دوام  کوي.

د جاپان شاهي کورنۍ  دم ګړۍ  درې  نارینه  شهزادګان لري.

 


پيوندونه: مینه , شهزادګۍ , جاپان

اړوند خبرونه