د فرانسې  د لینیوویلي د ښار  ښاروالۍ  په کورونو  کې  په مرګ  بندیز ولګو.

د فرانسي د لینیوویلي ښار ښاروال د ډاکټرانو کمبود ته د ټولو د پام رااړولو په خاطر یوه ډیر عجیبه پریکړه وکړه

د فرانسې  د لینیوویلي د ښار  ښاروالۍ  په کورونو  کې  په مرګ  بندیز ولګو.

د فرانسې  د لینیوویلي د ښار  ښاروالۍ  په کورونو  کې  په مرګ  بندیز ولګو.

د فرانسې  په شمال کې  پروت  د لینوویلي  د ښار ښاروال  کرستوف دیتخیش  د فرانسین فو  تلویزیوني  کانال سره  په مرکه کې وویل « په کورونو کې  په مرګ د بندیز لګولو پریکړه  سمبولیکه  خو  د معنا نه ډکه  پریکړه ده. »

هغه وویل چې پدې ښار کې  تر ۵۰ زرو تنو ډیر کسان ژوند کوي خو یواځې  دوه تنه ډاکټران  لري. په تیرو  ۳ اوونیو کې  دوه ځلې مو د ۴ نه  تر ۶ ساعتونو پورې  د هغه ناروغانو لپاره  د مرګ په درشل کې قرار درلود  ډاکټر ته  انتظار ویستی دی.

هغه وویل چې دا دوه تنه ډاکټران هم  د سږ  کال د کال ترپایته تقاعد کیږي خو حکومت  او یا د روغتیا  وزارت  تر اوسه پورې ددوې  پر ځای نور ډاکټران  په دنده ندي ګمارلي.

هغه وویل  پدې ښه پوهیږي چې  په کورونو کې په مرک د بندیز لګولو پریکړه  عملي کوونکي  او منطقي  پریکړه نده خو  ددې پریکړه نه يي هدف  پدې ښار کې  د ډاکټرانو کمبود ته د ټولو پام رااړول دي.

هغه وویل  زه  ښه پوهیږم  چې  زمونږ  دا پریکړه  بې منطقه  پریکړه ده  خو  مونږ  خپله  هم  د بې منطقه  حالاتو سره  لاس او ګریوان  یو.


پيوندونه: ډاکټران , فرانسه

اړوند خبرونه