بلجیم  د اسلام سره په ښکاره دښمني  پیل کړې دی.

بلجیم  د اسلامي  اصولو سره د حیواناتو  په   ذبحه  کولو  بندیز ولګو.

بلجیم  د اسلام سره په ښکاره دښمني  پیل کړې دی.

  بلجیم  د اسلام سره په ښکاره دښمني  پیل کړې ده .

بلجیم  د اسلامي  اصولو سره د حیواناتو  په   ذبحه  کولو  بندیز ولګو.

بلجیم  چې په هر فرصت کې  د اسلام سره  دښمني کوي دا ځل د نوموړي هیواد  د والونیا پارلمان  د اسلامي اصولو سره  د حیواناتو په ذبحه کولو  د بندیز لګولو اړوند  د قانون  مسوده  تصویب کړه.

د بلجیم  د والونیا  پارلمان  د چاپیریال د کمیسیون  لخوا  وړاندې  شوې  د اسلامي اصولو سره د حیواناتو په ذبحه کولو  د بندیز لګولو  اړوند د قانون مسوده  په عمومي غونډه کې د رایو په اکثریت سره  ومنل شوه.

د نوموړي قانون له مخې  د نوموړي قانون د نافذیدو نه وروسته  هیڅوک  نشي کولی  چې  د پسونه  او غوایان  د شوک  ورکولو نه  پرته  حلال کړي. یاد شوی  قانون  به  د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره  نافذ شي.

په نوموړي هیواد مسلمانانو او موسویانو  د قانون  د نوموړې  طرحې په اړه  سخت غبرګونونه  وښودل. د نوموړو د ټولو  هلو ځلو سره سره پارلمان  د قانون مسوده  تصویب کړه.

د ویلو ده چې  د بلجیم  په پارلمان کې یواځې  د کارګر ګوند غړیو  ممتنع  رای وکاروله.  د یاد شوي ګوند چارواکیو ویلي دي چې  د مسلمانانو او موسویانو  د غبرګونونو د په نظر کې نیولو له امله  يي  ممتنع  رای کارولې ده .

د بلجیم  پارلمان پداسې حال کې دا قانون  تصویب کړ چې  په سهار کې  د نوموړي هیواد لومړي وزیر چارلس مایکل او د عدلیې وزیر په نوموړي هیواد کې د میشتو ټولو  دینونو د استازو سره  د ډیالوګ ، همغږۍ  او متقابل  درناوي اړوند  تړون  لاسلیک کړ.

د بلجیم لومړي وزیر ویلي وو چې ددې تړون نه موخه په هیواد کې د ټولو  دینونو لارویان  د یو بل ترڅنګ  د همغږۍ او متقابل درناوي په چوکات کې ژوند کول  په ګوته کړي وو.

د بلجیم لومړي وزیر بیا ویلي وو چې ددې تړون سره  به  په بلجیم کې د ټولو دینونو لارویان  د یو بل ترڅنګ  د همغږۍ، متقابل درناوي او په یو بل د باور کولو په چوکاټ کې ژوند کولو ته  زمینه برابره کړي. همداشان  په کال کې به دوه ځله د ټولو دینونو د استازو سره  غونډې جوړې کړي.

د همدې ورځ په مازیګر کې بیا د بلجیم  پارلمان  د اسلامي اصولو له مخې د حیواناتو په ذبحه کولو بندیز ولګو. د نوموړي هیواد پارلمان  ددې پریکړې سره په ښکاره توګه د مسلمانانو او موسویانو د دیني اصولو د پر ځای کولو  په مخ کې خنډ جوړ کړ.  


پيوندونه: اسلام دښمني , بلجیم

اړوند خبرونه