روسیه وايي چې ددوې تر ټولو لوی بم د امریکا د بمونو د مور نه ۴ برابره لوی دی

روسیه وايي  چې  ددوې  تر تولو زورور بم «  د ټولو بمونو  پلار »  د امریکا  د تر ټولو زورور  « د بمونو د مور »  د بم نه  څلور برابره  قوي  او زورور  دی.

روسیه وايي چې ددوې تر ټولو لوی بم د امریکا د بمونو د مور نه ۴ برابره لوی دی

روسیه وايي  چې  ددوې  تر تولو زورور بم «  د ټولو بمونو  پلار »  د امریکا  د تر ټولو زورور  « د بمونو د مور »  د بم نه  څلور برابره  قوي  او زورور  دی.

روسیې  د ټولو  دبمونو  پلار  په نامه  خپل  تر ټولو  زورور  بم  په ۲۰۰۷ کال کې  جوړ کړی دی.

د روسیې  پوځ ویلي دي چې  ددوی  پرته د اټوم نه  تر ټولو  زورور  بم  د امریکا  د هغه  بم  نه  چې  د افغانستان په ختیځ کې  په داعش استعمال کړی دی  ۴ برابره قوي او لوی  دی.

نړۍوالو  شننونکي هم  پدې باور  دي چې  د روسیې  بم  د امریکا  د بم نه  ۴ برابره لوی  او قوي  دی.

د بله پلوه  د روسيې  یو تن متقاعد  افسر  او د نړۍوالو وسلو  څیړونکي  ريک فرانکونا  د سي ان ان  تلویزیون ته ویلي دي چې  « پدې کې هیڅ شک  نشته  دی چې  روسیه  پدې اندازه  قوي  او لوی  بم ولري. د روسیې  ادعا  حقیقت لري  او د روسیې  د ټولو بمونو پلار په نامه  بم  د نړۍ تر ټولو قوي  او زورور  بم  دی. »

روسیې  ویلي دي چې  د نړۍ تر ټولو پرته د اټومه قوي  او لوی  بم  يي  د ۲۰۰۷ کال  د سپټمبر په ۱۱ مه نيټه په بریالي توګه وازمایه.

د روسیې  د لوی درستیز مرستیال  الکساندر روکشین  ویلي وو « د بمونو د پلار  د بم لومړنی ازمایښت  چې  د اټوم بم په څیر  د وړانګو د انتقال  ظرفیت لري  په بریالیتوب سره  سرته ورسید. »

هغه ویلي وو چې  دا بم  د قوت او قابلیت له پلوه  د یو اټوم بم  سره  مقایسه کولی شو. خو  ددې بم  تر ټولو ښه والی دادی چې  چاپیریال ته  زیان  نه رسوي. د اټوم بم په څیر  چاپیریال  ته  زیان  نه رسوي.

د یادولو وړ ده چې  د روسيې پدې بم کې  ۴۴ ټنه  ټي ان ټي  ډوله  چاویدونکي  توکي  ځای ځای شوي دي چې دا بم  بیا  د امریکا  تر ټولو د لوی د مور د بمونو د بم نه  ۴ برابره  لوی دی. همداشان  دا بم  بیا د امریکا  د بم په پرتله  سپک  دی.

پداسې حال کې چې د امریکا  تر ټولو لوی  د بمونو مور  بم  ۸۲۰۰ کیلوګرامه  وزن  لري د روسیې بم  بیا  ۷۱۰۰ کیلو ګرامه  وزن  لري.

 



اړوند خبرونه