روسیې شمالي کوریا پولو ته په لسګونو زره سرتیري واستول

روسیې  د شمالي کوریا او امریکا ترمنځه د احتمالي  جګړې  له امله د شمالي کوریا پولو ته  ۱۵۰ زره تنه سرتیري واستول.

روسیې شمالي کوریا پولو ته په لسګونو زره سرتیري واستول

روسیې  د شمالي کوریا او امریکا ترمنځه د احتمالي  جګړې  له امله د شمالي کوریا پولو ته  ۱۵۰ زره تنه سرتیري واستول.

نن  سهار په خپره شوې یوه ویدیو کې ښکاري چې  روسیه  درندې وسلې، مهمات او په لسګونو  زره تنه سرتیري  د شمالي کوریا  پولو ته  واستول.

د ډیلي میل ورځپاڼې  د خبر له مخې  د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  د امریکا ولسمشر ټرامپ  لخوا  په شمالي کوریا  د احتمالي  برید پر مهال د کډوالو د احتمالي څپې  د مخنیوي  په خاطر  د شمالي کوریا پولې ته  سرتیري واستول.

ورځپاڼې  ویلي دي چې  روسیې  د چین لخوا شمالي کوریا  پولو ته  د ځواکونو استولو نه وروسته  دا ګام  اوچت   کړی دی . همداشان ادعا شوې ده چې چین هم  د شمالي کوریا پولو ته  ۱۵۰ زره تنه سرتیري استولي دي. چین بیا دا ادعا  رد کړې ده .

چین هم  د امریکا او شمالي کوریا ترمنځه  د احتمالي جګړې له امله  اندیښمن  دی.

د بله پلوه  د امریکا  لخوا د شمالي کوریا  د توغندیو د غبرګون په ترڅ کې  کوریا ټاپو ته د جنګي الوتکو د کښتۍ په ګډون د جنګي کښتیو او ځواکونو د استولو خبر  درواغ  واوخوت. امریکا خپلې جنګې کښتۍ  د کوریا ټاپو  پر ځای بل لورې ته استولي دي.

چین  پدې اړه  په امریکا  سخته نیوکه وکړه . د چین د کمونیست  ګوند  ورځپاڼې  ګلوبل ټایمز  ویلي دي، حقیقت  دادی چې د امریکا پوځ د ولسمشرۍ ماڼۍ سره يو ځای ټولو  ته دوکه وکړه. غلط خبر يي خپور کړ. دا په اصل کې د امریکا  په تاریخ  کې داسې رسوايي ده چې ساری ندی لیدل شوی.

چینايي ورځپاڼې  ویلي دي چې دې  مسلې  د ټرامپ  اعتبار ته  سخت زیان  ورسو. همداشان د واشنګټن  نږدې متفق  سویلي کوریا  هم  د امریکا ددې کار نه  ډیر ناهیلی شوی دی.

د یادولو وړ ده چې د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر  د شمالي کوریا لخوا د بالستیک توغندیو  د ازمایښت په غبرګون کې  کارل وینسون په نامه  د جنګي الوتکو کښتۍ او یو زیات شمیر نورې کښتۍ  کوریا ټاپو وزمې ته د استولو  امر کړی وو. امریکا ویلي وو چې د کوریا په ټاپو کې خپلو ځواکونو ته د تیار سي  امر کړی دی . خو حقیقت  دا وو چې کښتۍ  هلته  نوې تللې  . امریکايي کښتیو  بل لورې ته تللې وې.



اړوند خبرونه