د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ وویل چې ایران د اټومي تړون په مطابق حرکت نکوي
د ایران په اړه د ټرامپ څرګندونې.
د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ وویل چې ایران د اټومي تړون په مطابق حرکت نکوي ، دا خبره ددې لامل ګرځي چې په راتلوونکې کې په اړه ځیني ګامونه اوچت کړو.
د ټرامپ دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې د ایټالیا د لومړي وزیر پاولو جینتیلوني سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې وکړې.
ټرامپ ددې پوښتنې په ځواب کې چې په ۲۰۱۵ کال کې د پنځه جمع یو د هیوادونو او ایران ترمنځه د لاسلیک شوي اټومي تړون په اړه څه نظر لرۍ؟ داسې وویل، دا یو ډیر بې معنی تړون دی چې هیڅوخت به يي لاسلیک نکړي.
ټرامپ وویل چې د هر څه نه مخکې ایران ددې تړون په مطابق حرکت نکوي. ایران باید تړون ته ژمن وي خو له بده مرغه چې ندی. هغه زیاته کړه چې د ایران په اړه په راتلوونکې کې پریکړه وکړي.
ټرامپ وویل چې د ټولو تړونونو پلوي کوي خو د ایران سره لاسلیک شوی تړون یو ډیر بې معنا او خراب تړون دی. مونږ دا مسله د ډیر نږدې نه تعقیبو . ایران د نوموړي تړون په مطابق حرکت نکوي. په نږدې راتلوونکې کې به پدې اړه پریکړه وکړو.
ټرامپ د شمالي کوریا د بالستیک توغندیو د ازمایښت په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « د شمالي کوریا په اړه په ډیر ښه حالت کې قرار لرو.»
هغه وویل چې تیره اوونۍ د چین د ولسمشر سره ولیدل. د چین ولسمشر ته ډیر زیات درناوی لري. دچین ولسمشر مونږ ته پوره ډاډ راکړ چې د شمالي کوریا په مسله کې به د خپل وس او توانه پورې هلې ځلې وکړي.
هغه د چین د ولسمشر په اړه وویل چې « د چین ولسمشر د شمالي کوریا په اړه ډیر مهم او ګټور ګامونه اوچت کړي دي. کارپوهان وايي چې چین ددینه مخکې کله هم د شمالي کوریا د مسلې په اړه پدې اندازه حساسیت نه وو ښودلی. چین د شمالي کوریا یو زیات شمیر د سکرو کښتۍ بیرته واپس کړې . همداشان ځیني نور ګامونه يي هم اوچت کړي دي. پدې وروستیو کې د شمالي کوریا په اړه ډیر مهم پرمختګونه رامنځته شوي دي. دا پخپله ددې ښکارندويي کوي چې د چین ولسمشر پدې اړه په واقعیت سره ښه کار کوي. دا چې چین به د شمالي کوریا په مسله کې بریالی شي او که نه پدې نه پوهیږو خو پدې ډیر ښه پوهیږو چې چین په واقعیت سره د خپل وس او توانه پورې هڅه کوي. »