د نړۍ د معمارۍ نوې معجزه

د امريكا د نيويارك په ښار كې داسې د لومړي ځل لپاره داسې ودانۍ جوړيږي چې د انګليسي د `U` د سرچپه توري په څېر وي.

د نړۍ د معمارۍ نوې معجزه

 

د امريكا د نيويارك په ښار كې داسې د لومړي ځل لپاره داسې ودانۍ جوړيږي چې د انګليسي د `U` د سرچپه توري په څېر وي.

دا ودانۍ اسمانڅكې ودانۍ چې د Oiio Studio په نامه د معمارۍ د يو شركت لخوا د نيورياك په زړه كې د منهاتن په سوداګريزي سيمې جوړيږي، د نړۍ د تر ټولو لوړې ودانۍ عنوان به ترلاسه كړي.

ددې ودانۍ ټول لوړوالى به ۴۰۰ فيټه وي چې د نړۍ د اوسنۍ تر ټولو لوړې ودانۍ برج الخليفه نه به څه باندې ۱۰۰۰ فيټه لوړه وي.

ددې شركت لخوا د ودانۍ په اړه په څرګندونو كې راغلي دي چې د منهاتن په سيمه كې د ځاى د كمښت له امله يې داسې پرېكړه كړې ده. د ودانۍ لپاره به ځانګړى لېفټ هم جوړ شي چې كولاى شي په منحني ډول له يو ځايه بل ځاى ته لاړ شي.

تر اوسه پورې لا څرګنده نه ده چې ددې ودانۍ كار به څه وخت پيل او پاى ته ورسيږي.

يو شمېر پوهانو ددې ډول اسمانڅكې ودانۍ جوړول د معمارۍ په برخه كې يو نوى پيل وبللو.


پيوندونه: ودانۍ

اړوند خبرونه