د روسیې سره د ټرامپ د پټو اړیکو په اړه شواهد موندل شوي ندي

د روسیې سره  د ولسمشر دونالد ټرامپ  د کاري  ډلې  د همکارۍ او یا پټو اړیکو اړوند  کوم دلیل او شواهد  شتون نلري. دا خبره  د امریکا د کانګرس د استخباراتو د کمیټې مشر کړې ده .

د روسیې سره د ټرامپ د پټو اړیکو په اړه شواهد موندل شوي ندي

د روسیې سره  د ولسمشر دونالد ټرامپ  د کاري  ډلې  د همکارۍ او یا پټو اړیکو اړوند  کوم دلیل او شواهد  شتون نلري. دا خبره  د امریکا د کانګرس د استخباراتو د کمیټې مشر کړې ده .

د امریکا د کانګرس  د استخباراتو د کمیټې ریس  دیوین نونیس  ویلي دي چې  د ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال  د روسیې سره  د ولسمشر دونالد ټرامپ  د ټاکنیز کمپاین  د مسئولینو د پټو اړیکو  او یا همکارۍ په اړه  هیڅډول کوم دلیل او ثبوت موندل شوی ندی.

په امریکا کې  ډیموکراټ  ګوند  او د استخباراتو ځینې برخې  داسې ګمان کوي  چې  د تیر کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې  د هیلري کلنټن پر وړاندې د دونالد ټرامپ  په بري کې  د روسیې  لاس  دی. نوموړي  پدې باور دي   چې  روسیې  د سایبر بریدونو سره  په ټاکنو کې  لاسونه کړې ده .

ټرامپ  بیا  د روسیې سره د هغه د کاري ډلې  د اړیکو  او همکارۍ اړوند  ادعاګانې په کلکه توګه ردوي.

همداشان  د ټرامپ  د ملي امنیت پخواني  سلاکار مایکل فلین  د روسي ډیپلوماټانو سره  د پټو لیدونو له امله  د خپلې دندې استعفا ورکړه. په هغه  د روس ډیپلوماټانو سره  په روسیې د لګول شوو بندیزونو په اړه د خبرو کولو  تور لګول شوی وو.

د کانګرس د استخباراتو د کمیټې ریس  ویلي دي چې  په ترسره شوو ټولو تحقیقاتو کې  تر اوسه پورې  د روسیې سره  د ولسمشر ټرامپ د کاري ډلې  د پټو اړیکو او همکاریو اړوند کوم دلیل  او یا شواهد ندي  موندل شوي .

د ویلو ده چې  د ولسي جرګې سربیره  د مشرانو جرګه هم  د یادو شوو ادعاګانو په اړه څیړنې کوي.



اړوند خبرونه