د فرانسې  په پلازمینه  پاریس  کې  غبرګ  وسله وال بریدونه وشول.

د پاریس  د اورلي‌ په هوايي ډګر کې  یو تن  برید کوونکي‌ چې د پولیس د وسلې  د اخیستو  هڅه وکړه  د نورو  امنیتي‌ ځواکونو لخوا ووژل شو.

د فرانسې  په پلازمینه  پاریس  کې  غبرګ  وسله وال بریدونه وشول.

پد د فرانسې  په پلازمینه  پاریس  کې  غبرګ  وسله وال بریدونه وشول.

د پاریس  د اورلي‌ په هوايي ډګر کې  یو تن  برید کوونکي‌ چې د پولیس د وسلې  د اخیستو  هڅه وکړه  د نورو  امنیتي‌ ځواکونو لخوا ووژل شو.

  د نوموړې  پیښې  نه  وروسته  د هوايي  ډګر   ټول مساپر  تخلیه  او هوايي  ډګر  تش کړی شو. 

د بله پلوه  د پاریس په شمال کې  په پولیسو چې  لارې په کنټرول  بوخت  ول  وسله وال برید وشو.

د پاریس  پولیسو ویلي  دي‌ چې  دواړو بریدونو  د یو بل سره  تړاو  درلود. پولیسو ویلي‌  دي‌ چې  په پولیسو هم  د همدې برید کوونکي‌ لخوا  برید شوی وو. 

د بله پلوه  پولیسو   د برید کوونکي‌ پلار  او ورور  هم  نیولي‌ دي.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  برید کوونکي‌ د پاریس د اورلي‌ په هوايي ډګر کې  د امنیتي‌ پولیسو  نه  د یو تن نه د وسلې  د اخیستو هڅه وکړه. برید کوونکی  چې کله  پدې  هڅه کې  ناکام  شو  یوې  مغازې  ته ننوت  چې  د نورو  پولیسو په ډزو کې  ووژل شو.

د پیښې نه سمدلاسه وروسته په لسګونو تنه ځانګړي‌ ځواکونه  هوايي‌ ډګر ته  واستول شول. هوايي‌ ډګر  د ټولو  مساپرو نه تش کړې شول. مساپرو  یو لوري‌ او بل لوري ته په منډو وهلو  پیل وکړ.

د پیښې نه وروسته  ټولې الوتنې  وځنډول شوې . همداشان ددې  پيښې نه وروسته په هوايي  ډګر کې  پلټنې  پیل شوي‌ دي . همداشان  هوايي  ډګر ته غځیدلې  ټولې لارې د ټرافیک  پر مخ وټړل شوې . د ریل ګاډو سفرونه هم  ودرول شول.

د پاریس پولیسو ویلي‌ دي‌ چې  د ریل ګاډو سفرونه به د ماښام  تر ساعتونو پورې  وځنډول شي.

د فرانسې  ولسمشر فرانسوا اولاندا  د پاریس د پولیسو نه  د برید کوونکي‌ د لمنځه وړو له امله  مننه وکړه.

ولسمشر اولاندا ویلي‌ دي‌ چې دولت به يي  د ترهګرۍ  پر وړاندې مبارزې ته  په همدې شان  دوام ورکړي.

اولاندا  د پاریس د پولیسو او پوځ  د ځواکونو نه  د جسارت له امله مننه وکړه. هغه وویل چې  د پاریس  څارنوالۍ  د برید کوونکي‌ د ټولو ملګرو  او پلانونو د په ډاګه کولو په خاطر  په  تحقیقاتو  پیل کړی دی. فرانسه به د خپلو وګړو او هیواد  د امنیت او استقرار په خاطر  د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته د قوي‌ ارادې سره  دوام  وکړي.

د پاریس څارنوالۍ  د برید کوونکي‌ د هویت په اړه څه ندي ویلي  یواځې ویلي‌ دي چې  ۳۹ کلن وو.

څارنوالۍ  ویلي  دي‌ چې برید کوونکي‌ د ترهګرۍ په برخه کې جرمني‌ سابقه  نه درلوده. برید کوونکي‌ د پولیسو  سره  د غلا  او نشه یي توکو د قاچاق په څیر  د جرمونو له سابقه  درلوده.


پيوندونه: برید , پاریس , فرانسه

اړوند خبرونه