امریکايي جنرال د ولسمشر ټرامپ وړاندیز رد کړ

د امریکا د سمندري ځواکونو متقاعد  جنرال باب هاروارد د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار د پوست  لپاره  د ولسمشر دونالد ټرامپ  وړاندیز  رد کړ.

امریکايي جنرال د ولسمشر ټرامپ  وړاندیز رد کړ

 د امریکا د سمندري ځواکونو متقاعد  جنرال باب هاروارد د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار د پوست  لپاره  د ولسمشر دونالد ټرامپ  وړاندیز  رد کړ.

د امریکا  د خبري رسنیو د خبر له مخې  د سمندري ځواکونو متقاعد ډګر جنرال  باب هاروارد د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار  د پوست لپاره  د ټرامپ  وړاندیز  رد کړی دی .

ویل کیږي  هاروارد  ددې پوست  لپاره  ځیني شرطونه  وړاندې کړي وو چې  د سپنې ماڼۍ لخوا رد شوي وو. جنرال هاروارد د شرطونو نه  یو په خپله خوښه د خپلې کاري ډلي  ټاکل وو.

د سپینې ماڼۍ لخوا د هغه د شرطونو د ردیدو نه وروسته  هغه هم  د ټرامپ  وړاندیز  رد کړ.

د یادولو وړ ده چې  د امریکا  د ولسمشر دونالد ټرامپ  د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین  د روسیې  سره  د اړیکو په تور  څو ورځې مخکې له خپلې دندې  استعفا وکړه.

دونالد ټرامپ  د ولسمشرۍ د ټاکنو د ګټلو نه وروسته  مایکل فلین  د ملي امنیت د سلاکار په توګه  انتخاب کړ.

همداشان  نوموړي  د دندې د پیلولو نه یواځې  درې اوونۍ  وروسته  د روسیې سره  د اړیکو درلودو  په تور  استعفا ته  مجبور شو.

د امریکا  خبري رسنیو مایکل فلین  د دندې د پیلولو نه مخکې  په امریکا کې د روسیې د سفیر سره  په روسیې د لګیدولو بندیزونو د لرې کولو په مسلې د خبرو کولو ادعا کړې وه. فلین  دا ادعا  رد  کړه  او وویل چې  د روسیې د سفیر سره يي  نورماله  لیدنه کړې وه.


پيوندونه: ټرامپ , امریکا

اړوند خبرونه