اوباما د خپلې دندې په وروستۍ ورځ مهم ګام اوچت کړ
د امریکا ولسمشر باراک اوباما د خپلې دندې په وروستۍ ورځ د ۳۳۰ تنو زندانیانو جزا راټیټه کړه.
د امریکا ولسمشر باراک اوباما د خپلې دندې په وروستۍ ورځ د ۳۳۰ تنو زندانیانو جزا راټیټه کړه.
د سپینې ماڼۍ لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې اوباما د وروستیو ۳۳۰ تنو زندانیانو د جزا د راټیټولو سره د امریکا په تاریخ کې لومړنی ولسمشر دی چې پدې اندازه د زندانیانو جزاګانې راټیټوي.
اوباما د خپلې دندې په اته کلنه دوره کې د ټول عمر لپاره د زنداني ۵۸۹ تنو په ګډون د ۱۷۱۵ تنو زندانیانو جزاګانې راټیټې کړي دي. سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د امریکا تیرو ۱۲ ولسمشرانو په ګډه توګه د اوباما په اندازه د زندانیانو جزاګانې راټیټې کړي ندي.
اوباما د زندانیانو د جزا د راټیټولو په برخه کې د خپل صلاحیت نه تر وروستۍ شیبې کار واخیست.
د یادولو وړ ده چې باراک اوباما دوه ورځې وړانډې د چلسي ماننیګ په ګډون چې د محرم اسنادو په پټولو له امله په ۳۵ کاله بند محکومه شوې وه د ۲۰۹ تنو زندانیانو جزاګانې راټیټې کړې او ۶۴ تنه نور يي وبښل.
د بله پلوه اوباما تیره ورځ په خپله وروستۍ وینا کې د کانګرس نه خپله وروستۍ غوښتنه وکړه. هغه د کانګرس سره د ګوانتانامو زندان د تړولو غوښتنه وکړه.
اوباما چې د ولسمشرۍ د ټاکنو د کمپاینونو پر مهال د ګوانتانامو زندان د تړولو ژمنه کړې وه پدې برخه کې تل د کانګرس د خنډ سره مخ شو. اوباما څو ځله د نوموړي زندان د تړولو هڅه وکړه خو کانګرس اجازه ورنکړه.
اوباما پدې وروستیو کې د ګوانتانامو زندان یو زیات شمیر زندانیان دریم ګړو هیوادونو ته وسپارل.