د ازبکستان  ولسمشر شوکت میرزایوف  د هیواد ته د واراتو په برخه کې د انقلاب په څیر  پریکړه وکړه.

ازبکستان هیواد ته په وارداتو لګولی بندیز لرې کړ

د ازبکستان  ولسمشر شوکت میرزایوف  د هیواد ته د واراتو په برخه کې د انقلاب په څیر  پریکړه وکړه.

د ازبکستان  ولسمشر شوکت میرزایوف  د هیواد ته د واراتو په برخه کې د انقلاب په څیر  پریکړه وکړه.

د ازبکستان ولسمشر هیواد  ته  د غلې، غوښې، لبنیاتو، بورې، غوړیو، پوټکو، وریښمو، نباتي غوړو  په ګډون  د یو زیات شمیر توکو وارداتو  ته اجازه ورکړه.

د ازبکستان ولسمشر په یو زیات شمیر خوراکي ، پوشاکي  ، انتیک، اوسپنیزو پلاستیکې توکو او خامو موادو  چې هیواد  ته په وارداتو  بندیز لګیدلی وو  بندیز  لرې کړ.

د ازبکستان د ولسمشر لخوا د لاسلیک شوي  پریکره لیک  له مخې  ددینه وروسته  به ټول  هغه شیانو ته  چې مخکې يي هیواد  ته په وارداتو  بندیز لګیدلی وو  واردات پیل شي.

د پریکړه لیک له مخې د وارداتو  قراردادونه باید لومړی د  هیواد د ګمرک ادارې ته وړانډې  او د ګمرک ادارې نه اجازه واخیستل شي.

د ازبکستان  پخواني  ولسمشر  د بهر نه هیواد ته  د یو زیات شمیر توکو په وارداتو بندیز لګولی وو.


پيوندونه: واردات , ازبکستان

اړوند خبرونه