ايران ته د جاسوسۍ په تور د ۱۵ تنو د اعدام حكم
سعودي عربستان ايران ته د جاسوسۍ په تور د ۱۵ تنو د اعدام حكم صادر كړ.
د العربيه د ټلوېزيون د خبر پر اساس په نوموړي هېواد كې يوې محكمې ۱۵ تنه شكمن چې په كې افغانان او ايرانيان هم شامل دي ايران ته د جاسوسۍ په تور پر اعدام محكوم كړل.
ويل كيږي چې په ۲۰۱۳م كال كې پدې اړه ۳۲ تنه نيول شوي ول چې د محاكمې بهير يې د فبرورۍ په مياشت كې پيل شوى وو. تر اوسه پورې د ۳۲ تنو نه ۱۵ تنه يې پر اعدام محكوم شوي دي او د پاتې ۱۷ تنو په اړه لا پرېكړه نه ده شوې.
ويل كيږي چې د اعدام پر سزا د محكومو شوو كسانو ترمېنځ ايراني او افغاني اتباع هم شامل دي.
تر اوسه پورې د محكومينو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي. ايراني او افغاني چارواكو هم د څرګندونو د كولو نه ډډه كړې ده.
دا په داسې حال كې ده چې دوه كاله وړاندې سعودي عربستان د شيخ نمر په نامه يو تن شيعه ملا اعدام كړى وو چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ يې اړيكې ترينګلې كړې وې.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.