په لندن کې یو هوايي ډګر د کیمیايي موادو په شک تخلیه کړی شو

د انګلستان په پلازمینه لندن کې یو هوايي ډګر د کیمیايي‌ موادو د شک له امله تخلیه کړی شو

594672
په لندن کې  یو هوايي ډګر د کیمیايي موادو په شک  تخلیه کړی شو

د انګلستان د پلازمینې  لندن  په ختیځ کې  د سیټي‌ په نامه  هوايي ډګر  د کیمیايي  موادو  د شک  له امله  تخلیه کړی شو.

د انګلستان  په خبري‌ رسنیو کې  د خپرو شوو  خبرونو  له مخې  په هوايي‌ ډګر کې  عیني‌ شاهدانو ویلي‌ دي‌ چې  مساپرو  په ناڅاپي‌ ډول  سره  په ډیر  شدید  ټوخي‌ پیل وکړ. پداسې  ټوخي‌ چې  کنټرول  يي ناممکنه  وو.

ددې  پيښې  د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته  د اطفايې  او کیمیايي  موادو  ځانګړې  ډلې  سیمې  ته راورسیدې. 

د هوايي ډګر  نه ټول  مساپر  او پرسونل  تخلیه  کړی شول. 

د مساپرو نه  یو زیات شمیر  په اسانه  توګه  ساه  نشوه اخیستی  او  د روغتیايي‌ ډلو لخوا په امبولانسونو کې  روغتونونو ته  واستول شول.

د بله پلوه  په هوايي ډګر کې  د ترسره شوو څیړونو نه وروسته  پولیسو ویلي‌ دي‌ چې  د اندیښنې  وړ  کومه  مسله  شتون نلري‌ او هر څه  نورمال  دي.

پولیسو په هوايي‌  ډګر  کې  د پلټنو په ترڅ کې  یو  بوتل  اوښکي‌ بهوونکي‌ ګار  موندلي  خو دا چې  دا پیښه  ددې سره کوم تړاو لري‌ او که نه  پدې اړه څه  ندي‌ ویل شوي.

په هوايي  ډګر کې  ځنډول شوې  الوتنې  له سره  پيل شوې  .


پيوندونه: #انګلستان , #لندن

اړوند خبرونه