اذربایجان  په اساسي قانون کې  بدلون  ټولپوښتنې ته  وړاندې کړ.

اذربایجان د اساسي قانون ۲۹ مادې بدلې کړې

577628
اذربایجان  په اساسي قانون کې  بدلون  ټولپوښتنې ته  وړاندې کړ.

اذربایجان  په اساسي قانون کې  بدلون  ټولپوښتنې ته  وړاندې کړ.

په اذربایجان کې  پرون  د اساسي قانون  په ۲۹ مادو کې د بدلون په خاطر  ټولپوښتنه وشوه. د غیرې رسمي  اعلان شوو پایلو له مخې  په ټولپوښتنه کې  ۸۶ عشاریه ۶ سلنه  خلکو  په اساسي قانون کې  بدلون په خاطر  موافقه رای کارولې ده .

د اذربایجان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون  د څرګندونو له مخې  « په ټولپوښتنه کې  ۵ میلیونه ۲۶۷ زره تنو واجد د شرایطو  د رای ورکوونکو نه  ۳ میلیونه ۶۷۱ زرو تنو ګډون کړی وو.

په ټاکنو کې د ګډون  کچه  ۶۹ عشاریه ۷ سلنه  ښودل شوې ده .

د اذربایجان په اساسي قانون کې د بدلون مخې د   ولسمشرۍ  ماڼۍ  په تشکیل کې  د ولسمشر لومړی مرستیال  او د هغه مرستیالانو  ته ځای ورکول، د ولسمشر د دندې موده د پنځو نه  ۷ کلونو ته لوړول، د ولسمشرۍ د نوماندۍ  لپاره  لږ تر لږه  د ۳۵ کلنۍ د محدودیت  لرې کول  او ولسمشر ته د وخت نه د مخه د ولسمشرۍ د ټاکنو د ترسره کولو صلاحیت ورکولو  په څیر مهمې  مسلې  شتون نلري.

د ویلو ده چې  په اساسي قانون کې بدلون د اذربایجان ولسمشر ته  ځیني نوي  صلاحیتونه ورکړل. 



اړوند خبرونه