د زلزلې د قربانيانو شمېره مخ په زياتېدو ده
د ايټاليا په مركزي سيمه كې نن سهار د ريشتر په كچه د ۶،۲ په لويوالي سره د زلزلې امله د وژل شوو كسانو شمېره ۷۳ تنو ته لوړه شوه.
558631
ددې هېوادد جيوفزيك او وكانولوژۍ د ملي اداې د څرګندونو په اساس دا زلزله نن سهار په ځايي وخت د ۳۵ : ۳ بجو د رياتي د شار د اكومولي په سيمه كې رامنځته شوه.
په سيمه كې ژغورنكې ډلې د ويجاړو شوو ودانيو لاندې د خلكو په ژغورلو بوختې دي. تر اوسه پورې دوه تنه ماشومان ژوندي ژغورل شوي دي.
ددې سيمې ښاروال دا پېښه په ۲۰۰۹م كال كې په ايټاليا كې د اكوېلا د زلزلې د پېښې سره ورته وبلله او د بېړنۍ مرستې غوښتنه يې وكړه.
د نوموړي په وينا په ښار كې هېڅ يوكور هم د اوسېدو وړ نه دى.
تر اوسه پورېد ۷۳ تنو مړي د ويجاړو شوو ودانيو نه راويستل شوي دي.
په ايټاليا كې په ۲۰۰۹م كال كې د زلزلې له امله شاوخوا ۳۰۰ كسان وژل شوي ول.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.