په مدیترانه کې ۷۰۰ تنه کډوالو ژوند د لاسه ورکړ

په مدیترانه سمندر کې  د تیرې یوې اوونۍ په دننه کې  نږدې  ۷۰۰ تنه ناقانونو کډوالو  ژوند لاسه ورکړی دی.

500239
په مدیترانه کې  ۷۰۰ تنه کډوالو ژوند د لاسه ورکړ

په مدیترانه کې  د کډوالو د دریو کښتیو  د ډوبیدو  په پایله کې  نږدې  ۷۰۰ تنو کډوالو ژوند د لاسه ورکړی دی .

د ایټالیا د سواحلو امنیتي ځواکونو  د ۶۵ تنو کډوالو مړي د اوبو نه راویستي دي. د بله پلوه  نړۍوالو سازمانونو په تیره یوه اوونۍ کې د ۷۰۰ تنو کډوالو د مړینې نه خبر ورکوي.

په خبر کې راغلي دي چې  د تیرې یوې اوونۍ په دننه کې  ۳ کښتۍ  په مدیترانه سمندر کې ډوبې شوي دي چې  نوموړو  دریو کښتیو  نه ډیر کم  کسان ژوغورل شوي دي.

په مدیترانه کې د ډوبو شوو کښتیو نوي تصویرونه خپاره شوي دي.

د یادولو وړ ده چې  د تیرې پنجشنبې په ورځ  د ناقانونه کډوالو یوه ډیر لویه کښتۍ چې  ۶۷۰ تنه پکې سپاره ول  په سمندر کې ډوبه شوه. د ژغورنې ډلو یواځې  ۱۰۴ تنه  ژوندي ژغورلي  او د ۱۵ تنو مړي د اوبو نه راویستي دي. پدې پیښه کې  ۵۵۰ تنه  لا درکه شوي دي چې په لوی احتمال سره  په اوبو کې ډوب شوي وي.

همداشان ددې پیښې  په سبا د جمعې په ورځ  هم  د کډوالو یوه بله کښتۍ ډوبه شوه چې یواځې د ۴۵ تنو مړي يي موندل شوي دي.

د بله پلوه د کډوال د نړۍوال سازمان ویاند  ویلي دي چې په مدیترانه کې د  د کښتۍ د ډوبیدو له امله وژل شوي  کډوال  د سومالیا، اریتره او سوډان وګړي.

د یادولو وړ ده چې د سومالیا نه  هره ورځ په سلګونو تنه  د الشباب ترهګرې ډلې د بریدونو  له ویرې  د ناقانونو لارو څخه  اروپا ته د سفر کولو په خاطر  هیواد  پریږدي. همداشان  نور افریقايي هیوادونه هم  د امنیتي ستونزو سربیره  د یوې مړۍ ډوډوۍ  د پیدا کولو په خاطر  نورو هیوادونو ته د تلو هڅه کوي.



اړوند خبرونه