د شمالي كوريا د لومړي وزير د مرستيال اعدام
داسې رپوټونه خپاره شوي دي چې د شمالي كوريا د لومړي وزير مرستيال جويه يونګ ګون ددې هېواد د مشر كيم جونګ اون په امر اعدام شوى وي.
تر اوسه پورې بې پرې نړيوالو خبري رسنيو دا رپوټونه تاييد كړي نه دي خو د جنوبي كوريا چارواكو ويلي دي چې ددې خبر د څېړنې په موخه به تحقيقات وكړي.
د جنوبي كوريا د خبري آژانس د معلوماتو په اساس جويه يونګ ګون د مې په مياشت كې اعدام شوى دى. تر اوسه پورې په برخه كې كره معلومات نشته دى خو ويل كيږي چې ددې اعدام علت د كيم جونګ اون د سياستونو سره د نوموړي مخالفت وو. د جنوبي كوريا د رسنيو د معلوماتو په اساس جويه يونګ ګون، د شمالي كوريا د مشر د ځنګليزو سيمو په اړه د سياستونو له امله خپله نا رضايتي څرګنده كړې وه. د معلوماتو له مخې ښالى جويه يونګ ګون د وروستي ځل لپاره د تېر ميلادي كال په وروستۍ مياشت كې ليدل شوى وو.
د شمالي كوريا د لومړي وزير مرستيال د جنوبي كوريا سره د سوداګرۍ پر سر د خبرو اترو د ترسره كولو په موخه پخوا ددې هېواد پلازمېنې سيول ته هم تللى وو.
د يادولو وړ ده چې د شمالي كوريا مشر كيم جونګ اون د تېرې مې په مياشت كې خپل د دفاع وزير هم د توپ په خوله كې تړلى وو او پدې ډول يې وژلى وو.
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی